1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لوگر کي پنځه پوليس او يو جنرال وژل سوی

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبه

د لوگر ولايت چارواکو ويلي دي چي د دغه ولايت په اړونده سیمه کي پنځه پوليس او د عامه نظم پوليسو يو قوماندان د جمعې په ورځ ناوخته وژل سوي دي. د پېښه مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/1Jcie
انځور: picture-alliance/AA

د لوگر د والي وياند سليم صالح د شنبې په ورځ د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي: «جنرال عبدالستار هاشمي د جمعې په ورځ ناوخته ماښام له ازره ولسوالۍ څخه د کور پر لور روان وو چي موټر ئې په کور کي پر يوه جوړ سوي بم و خوت.»

د هغه په خبره په دغه پېښه جنرال هاشمي او پنځه تنه پوليس وژل سوي دي. جنرال هاشمي په ازره ولسوالۍ کي د عامه نظم پوليسو مشر وو.

وسله والو طالبانو د پيښي مسئوليت منلی دئ.

د روان کال په می مياشت کي د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالبصير شهروند د دغه ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي په يوه ورته بريد کي ووژل سو.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب