1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ځواکونو په لوگر کي ۱۰ افغان عسکر وژلي

AFP/نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبه

افغان چارواکي وايي چي په لوگر ولايت کي د افغان عسکرو د تلاښۍ پر يوې پوستې باندي د امريکايي ځواک په هوايي بمبار کي نزدې ۱۰ عسکر وژل سوي دي. پېښه په برکي برک ولسوالۍ کي سوې ده.

https://p.dw.com/p/1G1Ot
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د برکي برک ولسوال محمد رحيم امين د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «نن دوشنبه سهار۶ بجې د امريکايي ځواکونو دوو څرخۍ الوتکو په برکي برک ولسوالۍ کي پر يوې پوستې باندي يرغل وکړ.»

هغه زياته کړې ده: «د تلاښۍ پر دې پوستې باندي په هوايي يرغل کي ۱۴ افغان عسکر وژل سوي دي.»

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چي دی «په لوگر ولايت کي د نن ورځي د امريکايي ځواکونو د پيښي په اړه خبر دئ.» هغه ويلي دي چي «په دې اړه څېړني رواني دي.»

د لوگر د والي وياند دين محمد دروېش هم په دغه پېښه کي د وژل سوو عسکرو شمېر تائيد کړی دئ.

هغه ويلي دي: «هدف د تلاښۍ يوه پوسته وه نه يوه مشکوکه سيمه.» هغه زياته کړې ده: «پر دغي پوستې باندي چي امريکايي ځواکونو هوايي يرغل کړی دئ، د افغانستان بيرغ رپېده.»

د تيرکال په دسمبر مياشت کي هم په برکي برک ولسوالۍ کي د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کي پنځه تنه ملکيان ووژل سول او شپږ کسان نور ټپيان سول.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د ۱۳ پوځي ماموريت پرمهال په هوايي يرغلونو کي د ملکي کسانو مرگ ژوبله تر ټولو جنجالي موضوع وه.