په خوست کي يو بل ښوونځي ته ودانۍ جوړه سوه
۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبهپه همدې اړوند جوړو مراسمو کي پر خوست پر والي سربيره، د پوهني مسؤلينو، قومي مشرانو او زده کونکو برخه اخيستي وه. خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، چي دا ودانۍ دوه بلاکونه لري، چي څو يې اداري او نور يې درسي خوني دي.
د والي په خبره پر ياده ودانۍ په خوست کي د پي، ار، ټي يا ولايتي بيارغاوني ټيم له لوري ٢٩ميليونه او ٣ لکه افغانۍ لګول شوي او په تيرو ٩ مياشتو کي يي ساختماني چاري بشپړي شوي دي.
ده له سيمه والو څخه وغوښتل چي د ښوونيزو مرکزونه په پلنه او ساتنه کي مرسته وکړي او د خپل رتلونکي ښه ژوند لپاره خپل ماشومان ښونځيو او ديني مدرسو ته وليږي.
نوموړي ژمنه وښوده، چي د خپلي دندي په جريان کي به ډيره پاملرنه د ښوني او رزني برخي ته وکړي، ځکه چي په وينايي يوازي د علم زده کړه کولای شي، چي په ټولنه او هيواد کي روانو بدبختيو ته د پاى ټکى کښېږدي.
بله خوا د ګوډا خاري ليسي زده کونکو دويچه ويله ته وويل، چي پخوا يي ښونځی ودانۍ نه درلوده او دوى به تر شنته اسمان لاندي خپلي زده کړي پرمخ بيولې.
دوى وايي، چي اوس به نږدې ټولي ستونزي هواري سي او په پوره مينه به د زده کړو لپاره ښونځي ته ځي.
دا په داسيي حال کي ده، چي يوه اونۍ وړاندي هم د خوست مرکز اړوند د ښونځي يوي ورته ودانۍ پرانيستل شوه، او ځايي چارواکي وايي، چي ډير ژر به د يو شميرو نورو ښونځيو لپاره هم نوي جوړي شوي ودانۍ پرانيزي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل