په خوست کي دوو ښوونځيو ته نوي ودانۍ جوړي سوې
۱۳۸۹ اسفند ۲۲, یکشنبهد خوست د پوهني رئيس بخت نور بختيار وويل ، چي په دغه دواړو ودانيو د پوهني وزارت د پرمختيايي پروګرام ايکويپ له لوري اته نيم ميليونه افغانۍ لګول سوي ، چي دواړه ودانۍ ٨، ٨ درسي او څلور اداري خوني لري.
نوموړى زياتوي، چي د دغه ودانيو په جوړيدو سره به اوس د دوی د زده کوونکو ډيری هغه ستونزي هواری سي، چي وړاندي به يې ټکنده لمر او خړوخاورو کي زده کړي کولې.
د پرانيستي دغه غونډي ته خوست والي عبدالجبار نعيمي په خپلو خبرو کي وويل، چي په نږدي راتلونکي کي به د قومي مشرانو، ولسوالانو او دولتي مامورينو په مرسته د پوهني د لا ودي لپاره پراخ تبلغاتي کمپاين پيل کړي.
نوموړى وايي ، چي له دغه کمپاين څخه يې موخه دا ده ، ترڅو له يوې خوا د را روان نوي کال په جريان کي د خوست د زده کوونکو شمير لوړ کړي او له بلي خوا د ښوني او روزني په برخه د کيفيت او ظرفيت لوړوني په برخه کي کار وکړي.
دغه ودانۍ پداسي حال کي ګټي اخيستني ته سپارل کيږي، چي دا وخت د خوست په بيلابيلو سيمو کي د ٢٠ ښونځيو د ودانيو پر جوړولو چاري رواني دي، او د چارواکو په خبره په نږدې راتلونکي کي به ګټي اخيستني ته وسپارل سي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل