په جلال آباد کې چاودنې د نازیانو ولسوال وژلی
۱۳۹۲ اسفند ۱۷, شنبهاعلان
د نازیانو ولسوالۍ د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په دې چاودنه کې ولسوال نور اغا کامران، وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.
له بلې خوا د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند احمد ضیا عبدالزی، وايي چې په چاودنه کې ولسوال وژل شوی، دوه تنه پولیس او درې ولسي وګړي هم ټپیان دی.
لا تر اوسه پورې د پیښې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخستی. په جلال آباد ښار کې وخت نا وخت امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې د ننگرهار ولایت مقام مخې ته د ښار په پښتونستان واټ کې د لعل پورې ولسوال هم په یوه چاودنه کې وژل شوی وو.