1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گوزڼ ناروغۍ په بشپړه توگه له منځه نه ده تللې

حسین سیرت۱۳۹۲ آبان ۲, پنجشنبه

د عامه روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې د گوزڼ یا پولیو پېښې د تیر کال په پرتله کمې شوې دي. دې وزارت روښانه کړې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/1A5Ya
انځور: picture-alliance/Ton Koene

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت ویلي دي چې اوس نه شي کولای د ناامنیو له کبله د افغانستان په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق کړي نو له همدې کبله دغه وزارت نه دی توانیدلی چې په بشپړه توگه دغه ناروغي له منځه یوسي.

په وروستیو څو کلونو کې په ټولې نړۍ کې په بشپړه توگه د گوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې روانې دي. خو که په یوه هیواد کې د دغې ناروغۍ پېښې موجودې وي نو د هغه هیواد گاونډیان هم د دغې ناروغۍ له گواښ سره مخامخیدای شي.

اوس په ټوله نړۍ کې یوازې درې داسې هیوادونه شته چې د گوزڼ د ناروغۍ پېښې په کې رامنځ ته کیږي. افغانستان هم د دغو درو هیوادونو له ډلې څخه یو دی. افغانستان د څو نړیوالو سازمانونو په مرسته هر کال څلور وارې د گوزڼ ناروغۍ ضد کمپاین په لاره اچوي.

د عامې روغتیا د کتلوي معافیت د ادارې مشر ډاکټر اکاگل دوست، له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «تیر کال مو په ټول افغانستان کې د گوزڼ شاوخوا ۳۷ پېښې لرلې خو سږ کال د دغو پېښو شمیر ۸ ته راکښته شوی دی. سږ کال د گوزڼ درې پېښې د ننگرهار په ولایت کې او پنځه نورې بیا د کنړ په ولایت کې رامنځ ته شوې دي.»

د پولیو ناروغۍ مخه د واکسین په مرسته نیول کیدای شي، خو که یو ځل یو کس په دې ناروغۍ اخته شي نو د هغې درملنه ناممکنه ده.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د پولیو د واکسین ۱۴۵۰ دایمي مرکزونه پرانیستي دي او د دغې ناروغۍ پر ضد هر کمپاین کې ۵۶ زره ماشومانو ته واکسین تطبیقیږي.

دا په داسې حال کې ده چې لس کاله پخوا په افغانستان کې د پولیو ډیرې پېښې ترسترگو کیدې. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په دې موده کې د گوزڼ ناروغۍ پېښې په کال کې له سلو څخه اتو ته راکښته شوې دي.

د دغو چارواکو په خبره اوس د گوزڼ پېښې د افغانستان په ناامنه او سرحدي ولایتونو کې رامنځ ته کیږي. ښاغلي دوست په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دغه ولایتونه [چې د گوزڼ پېښې په کې رامنځ ته شوې دي] له پاکستان سره پر پوله پراته دي. په خواشینۍ سره موږ په دغو ولایتونو کې امنیتي ستونزو لرو او نه شو کولای چې ماشومان په منظم ډول د پولیو پر ضد واکسین کړو.»

د ناامنو ولایتونو له پاره پروگرامونه

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هغو ۱۴ ولایتونو له پاره یې نوي پروگرامونه جوړ کړي دي چې په کې په نسبي ډول امنیتي ستونزې موجودې دي.

د دغه پروگرامونو له مخې په هغو سیمو کې چې اوس جگړه روانه ده، د جگړې له ختمیدو سره سم د پولیو واکسین تطبیقیږي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي روښانوي چې هر وخت جگړه پای ته ورسیږي نو د هغوی د واکسین ټیمونه سیمې ته ورځې او ماشومانو ته پولیو واکسین ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د افغانستان ناامنه ولایتونو په درو حوزو ویشلي دي. په سویلي حوزه کې د هلمند، کندهار، ارزگان، زابل او نیمروز ولایتونه شامل دي. په سویل ختیځه حوزه کې بیا غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه شاملیږی او په ختیځه حوزه کې ننگرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونه راځي. د عامه روغتیا وزارت فراه هم د ناامنه ولایتونو په لیست کې شامل کړی دی.

ښاغلي دوست په دغو ولایتونو کې د پولیو یا گوزڼ واکسین د تطبیقولو په اړه وویل: «په دغو سیمو کې نه یوازې ملي کمپاینونه ترسره کیږي بلکه موږ څلور سیمه ییز کمپاینونه هم لرو. که په دغو سیمو کې د گوزڼ کومه پېښه ولیدل شي موږ بیا د پولیو پر ضد واکیسن تطبیقوو.»

د عامه روغتیا وزارت چاروکي وايي د گوزڼ ناروغۍ د خطرونو په اړه د عامو افغانانو تر منځ د پوهاوي نه شتون د هغوی د لویو ستونزو له ډلې څخه یوه ده. دغه چارواکي وايي چې په ځینو مواردو کې یو شمیر کسان خپلو ماشومانو ته د گوزڼ د واکسین له تطبیقولو څخه ډډه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب