په بلوچستان کي د مختلفو بلوڅو ډلو ترمنځ جگړه
۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبهد بلوچستان دولتي نیمه ملیشه (فرنټئرکور) ادعا کړې ده چې د دغه ایالت په نا آرامه ولسوالۍ آواران په چاڼيزو عملیاتو کې په وژل شوو یاغیانو کې د بلوڅانو د منع شوي ډلي «آزادۍ جبهې» (لبریشن فرنټ) د مشر ډاکټر الله نذر بلوڅ ورور او خوريي هم شامل دي.
د دغو عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو د یاغیانو پنځه مرکزونه هم له منځه وړي او له هغه ځای څخه یې ډیري زیاتې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
بله خوا د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي ویلي دي چې په ډیره بگټي او کوهلو ولسوالیو کې د «بلوڅ لبریشن آرمي» او «بلوڅ یونائټډ آرمي» منع شوو ډولو ترمنځ د چهارشنبې په شپه جگړه پيل شوې او تر اوسه پوري دوام لري.
سرفراز له دویچه ویله سره په مرکه وویل: «د بي ایل ای او یو بي ای ډلو جنگیاليو د کوهلو او ډیره بگټي په لیرو پرتو غرنيزو سیمو کې یو بل ته مرچلونه نیولي او په درنو وسلو سره یو پر بل فيرونه کوي.»
هغه زياته کړه: «د دغو فيرونو په ترڅ کې دواړو ښکیلو خواو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه رسیدلي دي. تر اوسه په د دغو نښتو کې د شلو کسانو د وژل کیدو او ۱۵ د ټپيانېدو معلومات شته.»
د کوهلو ولسوالۍ یو قبائلي مشر ذاکرخان مری، دويچه ویله ته وویل: «په کوهلو کې د یاغیانو د خپلمنځي جگړو له امله سیمه نا آرامه شوې او د سیمه ییزو خلکو ژوند ته یې خطر پيښ کړی دی.»
ذاکر مری زیاته کړه چې: «د جگړو له امله خلکو خپل کورونه پرې ايښې دي. د امنیتي ځواکونو د مداخلي پرته په کوهلو کې نښتې پای ته نه رسیږي. حکومت ته په کار ده چې په سیمه کې د امنیت د ثبات له پاره اساسي گامونه واخلي.»
د پاکستان د سرحدي ملېشو یوه ویاند ډاکټر خان وسیع، وویل چې د منع شوي لبریشن فرنټ ډلي د پټو شوو جنگیالیو پر ضد عملیات پیل شوي او ډیر پرمختگ شوی دی.
ډاکټر خان وسیع وویل چې د لټون د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوو یاغیانو په تربت سیمه کې د۲۰ تنو بې گناه پنجابي مزدورانو په وژنه او لسونو نورو ترهگریزو پیښو کې لاس لاره.