1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کي د وژل سوو کسانو شمېر ۲۱ ته ورسېد

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۹, شنبه

د کوټي په مستونگ سيمه کي پر دوو سرويس موټرو باندي باندي په يرغل کي د وژل سوو کسانو شمېر ۲۱ تنو ته رسېدلی. د جمعې په ورځ ماښام کراچي ته پر لار دوه سرويس موټره درول سوي او مسافر ځني راکښته کړل سوي او وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1FZVS
انځور: DW/A. G. Kakar

نن سهار د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي ول چي دوی د ۱۹ مسافرو جسدونه موندلي دي. خو اوس يوه عيني شاهد خبري رسنيو ته ويلي دي چي په دغه پيښه کي يوه ټپي سوي کس ماښام سا ورکړې او د پيښي په ځای کي يو بل جسد هم موندل سوی دئ.

د پاکستان د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بوگټي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی ځواکونو دوه تنه تروريستان هم وژلي دي.

بله خوا په کوټه کي نن د قربانيانو د کورنيو نزدې ۸۰۰ غړو يو احتجاجي لاريون وکړ او نزدې ټول ښار تړل سوی وو. احتجاج کوونکو د بلوچستان له حکومت څخه د پيښي د عاملانو د نيولو غوښتنه کوله.

دوی تر هغه وخت احتجاج ته ادامه ورکړه، څو حکومت ژمنه ورسره وکړه چي قاتلان به نيسي. دغه احتجاج نزدې لس ساعته دوام وکړ.

د راپورونو له مخي وژل سوي کسان ټول د بلوچستان ايالت د پښين او قعله عبدالله اوسېدونکي ول. د دغي خونړۍ پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د چارواکو په خبره له موټرو څخه د مسافرو تر راکښته کولو وروسته وسله والو کسانو ۱۹ انسانان وژلي دي. دوی ويلي دي چي امنيتي ځواکونه په دې توانېدلي دي چي د وسله والو له منگولو څخه پنځه تنه مسافر آزاد کړي.

ويل سوي دي چي دغه کسان د پاکستان د امنيتي ځواک په يونيفورم کي عمومي سړک ته راوتلي دي. په پيښه کي يوه ژوندی پاته سوی بلوڅ ويلي دي: «وسله والو اول زموږ شناخته کارتونه وکتل او بيا ئې يو شمېر کسان ووژل.»

په کوټه کي احتجاج
په کوټه کي احتجاجانځور: DW/A. G. Kakar

هغه زياته کړه: «په موټرو کي سپاره پښتانه ووژل سول او بلوڅان پاته سول.»

دغه سرويس موټران له کوټه څخه کراچي ته روان ول چي د بلوچستان په مستنگ سيمه کي د وسله والو له خوا يرغل پرې سوی دئ. د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بوگتي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي پر دغو موټرو باندي له ۱۵ څخه ۲۰ پوري وسله والو کسانو يرغل کړی دئ. هغه ويلي دي چي وسله وال په تېښته کي دي او امنيتي ځواکونه ئې د نيولو تلاښ کوي.