1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې پر آلمانیانو بریدونه خنثی شوي»

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان بهرنۍ استخباراتي اداره BND د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې یا NSA په افتضاح یا رسوایۍ کې تر سختو نیوکو لاندې راغله. اوس د آلمان د بهرنۍ استخباراتي اداراې مشر د دغې ادارې د مخفي کارکوونکو د بریا خبره کوي.

https://p.dw.com/p/1DgaD
انځور: imago/EST&OST

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې یا BND د خپلو معلوماتو له مخې دوی له ۲۰۱۱ کال راهیسې په افغانستان کې پر آلماني سرتیرو د ۱۹ پیښو مخه نیولې ده. د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر گیرهارد شیندلر، په برلین کې په یوه استخباراتي کنگره کې چې اوس په ډاگه کړل شوې ده ویلي دي چې د آلمان بهرنۍ استخباراتي اداره په اوسني وخت کې په خپل مرکزي مقر او بهرنیو ساحو کې د خپلو ۳۰۰ کارکونکو سره په افغانستان کې د آلمان له پوځي ماموریت څخه ملاتړ کوي. اوس مهال شا او خوا ۱۵۰۰ آلمانیان په افغانستان کې پر ماموریت بوخت دي.

په وخت د معلوماتو رسول

شیندلر په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې په افغانستان کې یوازې د ستراتیژیکو موندنو خبره مطرح نه ده. هغه زیاته کړې ده: «د بیلگې په توگه موږ باید پر دې باندې پوه شو چې په کوم سړک کې د چاودنې نوې پیښه رامنځ ته شوې ده. د دغې موندنې پر اساس باندې موږ خبرداري ورکوو او دغه خبرداري ژوند ژغوري.»

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې اداره یې یوازې د مخبرانو په معلوماتو باندې تکیه نه کوي بلکې په وینا یې خپل معلومات له همکارو استخباراتي ادارو سره په گډه د لاس ته راغلو تلیفوني مکالمو او همداشان انټرنیټي تماسونو له معلوماتو له لارې پیاوړي کوي.

د لومړي ځل له پاره شیندلر، په بهرنیو هیوادونو کې د تښتول شویو آلماني وگړو د راخلاصولو په تړاو د فعالیتونو په هکله اساسي معلومات وړاندې کړل. هغه وویل: «په تیرو پنځو کلونو کې موږ تر ۳۰ زیاتو د تښتونې د قضیو په حل او فصل کې ونډه لرله. په څلورو پيښو کې موږ د برمته شويو کسانو ځای مشخص کړی دی.»

په منځني ختیځ کې مهم نقش

همداشان د آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې په منځني ختیځ کې په مخفي مذاکراتو کې د برخې اخیستو خبره کړې ده. د شیندلر په وینا دغې ادارې کابو دوه لسیزي په بریا سره د لبنان د حزب الله په نوم شیعه راډیکاله ملیشې او اسرائیل تر منځ منځگړتوب کړی دی. د بي ان ډي، د منځگړتوب یوه بیلگه په ۲۰۱۱ کال کې د گیلاد شیلات، په نوم د یوه اسرائيلي سرتیري آزادول دي، چې د غزې په تراړه کې د حماس د تندلارې ډلې له لورې برمته شوی وو.

شیندلر له نورو استخباراتي ادارو سره د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې له گډ کار څخه دفاع وکړه. په ځانگړې توگه د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې سره د آلمان د استخباراتي همکاري او د NSA په اختیار کې د معلوماتو ورکول، په آلمان کې له سختو نیوکو سره مخ شوي ول.

اړینه همکاري

د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر ویلي دي چې په نړیواله کچه د ترهگرو د گواښونو له کبله باید اداره یې په نړۍ کې له نورو استخباراتي ادارو سره همکاري وکړي او معلومات تبادله کړي. شیندلرې زیاته کړې ده د بیلگې په توگه د «اسلامي دولت» ملیشې او له آلمان څخه د سوریې او عراق د جگړو سیمو ته د تلونکو آلمانانو په هکله د سیمې له استخباراتي ادارو سره گډ کار اړین دی. پر دې سربیره شیندلر استدلال کوي: «هماغه رنگه چې آلمان له نورو هیوادونو څخه د وضعیت او خبرداریو په هکله معلومات تر لاسه کوي، نو د دغو شریکانو دا انتظار پر ځای دی چې له موږ څخه هم معلومات تر لاسره کړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب