په دوو امنيتي پيښو کي لس تنه وژل سوي دي
۱۳۹۳ آبان ۱۰, شنبه
د افغان چارواکو په وینا په لوگر ولایت کې د یوه موټر بم په چاودنه کې لس تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د لوگر د والي ویاند دین محمد درویش د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکي موادو ډک موټر نن له غرمې وروسته د آزرې ولسوالۍ د گڼې گوڼي په سیمه کې چولی دی.»
درویش په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې په دغه چاودنه کې شپږ سیمه ییز پولیس او څلور عسکر وژل شوي دي او ۲۰ تنه نور ملکي کسان بیا ټپیان شوي دي.
درویش دا نه دي ویلي چې د دغه برید هدف څه وو خو ویلي یې دي چې په ټپیانو کې شپږ تنه ماشومان هم شامل دي. لا تر اوسه د دغه بمي برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
د بگرام پر زندان توغندی لگیدلی دی
د افغان چارواکو په وینا په یوه بله جلا پیښه کې ۲۶ تنه بندیان هغه وخت ټپیان شول چې طالبانو له لوري توغول شوی توغندی په باگرام کې د امریکایانو د پوځي اډې تر څنگ پر زندان باندې ولگید.
د افغانستان د دفاع وزارت ظاهر عظیمي ویلي دي: «دغه توغندی د جمعې په شپه ناوخته د یاغیانو له خوا توغول شوی دی.» د بگرام زندان چې دوه کاله دمخه افغانانو ته سپارل شوی دی زیاتره بندیان یې طالب جنگیالي دي.
د طالبانو ویاند د (dpa) خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ هدف پوځي اډه وه، نه زندان. خو له بده مرغه توغندی پر زندان ولگید. زه د هغوی د ژر روغتیا په هیله یم او د مسئولیت يې د امریکایانو پر غاړه دی ځکه چې هغوی د اډې تر څنگ زندان جوړ کړی دی.»
د عظیمي په وینا ټپیان د درملنې له پاره نزدې روغتون ته لیږدول شوي دي.