1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي د ملکي وګړو تلفات ډېر سوي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازي وايي چي په ۲۰۱۳ کال کي په دغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو دمخه په جګړه کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله زياته سوې ده. د دغي مرګ ژوبلي د ډېري برخي مسووليت د طالبانو پرغاړه اچول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AbkD
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان کوبيس، د ملګرو ملتونو د امنيت شوراته په يوه تازه راپور کي ويلي دي چي د روان کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کي په افغانستان کي نزدې ۲۷۳۰ تنه وژل سوي او شاوخوا ۵۱۶۹ تنه ټپيان سوي دي.

په راپور کي راغلي دي چي دغه شمېرې د ۲۰۱۲ کال د ورته وخت په پرتله په سلو کي ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي. په راپور کي زياته سوې ده چي اکثره تلفات د سړک د غاړي د ماينونو او په ځانمرګو بريدونو کي رامنځته سوي دي.

کوبيس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وويل: «په افغانستان کي د جګړې دروند پېټی د ملکي وګړو پر اوږه دی.» هغه زياته کړه چي د ډېرو ملکي وګړو د تلفاتو مسووليت په دغه هيواد کي د مخالفو وسله والو ډلو لکه طالبانو پرغاړه دی.

د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه نزدې ۴۶۰۰۰ امریکايي او ۲۷۰۰۰ د نورو بهرنيو هيوادونو سرتيري په تدريجي توګه ووځي. خو امريکا متحده ايالات او ناټو پلان لري چي تر دغه کال وروسته په افغانستان کي يو بل روزنيز ماموريت پيل کړي.

د دې ماموريت د پيلېدو له پاره د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون بايد لاسليک سي چي اوس يې افغان ولسمشر حامد کرزي له لاسليکولو څخه ډډه کړې ده.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي جان کوبيس امنيت شورا ته وويل چي د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو مشرانو په دغه هيواد کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له دې څخه اندېښنه ښوولې ده چي کېدای سي بې ثباتي رامنځته سي «او په دې سره د القاعدې د بيا ځای پيدا کولو ويره موجوده ده.»

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کي د استراليا، کاناډا بريتانيا او فرانسې استازو د امريکا متحده ايالاتو پر هغه غوښتنه باندي ټينګار وکړ چي په وراو وار يې له کرزي څخه د دوه اړخيز امنيتي تړون په لاسليکولو کي کړې ده.

په ملګرو ملتونو کي د استراليا سفير ګاري کوينلن وويل: «د امریکا متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون لاسليکولو د دې سبب کېږي چي استرليا دي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي نوی ماموريت پيل کړي.» استراليا د رواني عيسوي مياشتي تر پايه پوري خپل ټول عسکر له افغانستان څخه باسي.

په ملګرو ملتونو کي استازو په افغانستان کي د کوکنارو د کښت د ډېروالي او د راتلونکي کال په اپريل مياشت کي د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.

جان کوبيس وويل چي په افغانستان کي د انتخاباتو په اړه «ستره» علاقه موجوده ده چي تر اوسه پوري د رای ورکولو ۳،۲ ميليونه کارتونه وېشل سوي دي چي د هغو يو پر دريمه برخه ښځو ته ورکړل سوي دي.

خو کوبيس د افغانستان د ولسمشرۍ چوکي له پاره د ۱۱ تنو کانديدانو څخه غوښتنه وکړه، څو د ولسمشرۍ له پاره د «عادلانه او شفافو موضوعاتو پر بنست یو له بل سره سيالي وکړي.»