1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو اندیښنه

میرویس جلالزی۱۳۹۲ آبان ۶, دوشنبه

تر هغه وروسته چې په غزني کې یوه ماین ۱۸ کسان ووژل سره صلیپ د ملکي تلفاتو په اړه د جګړې له ښکیلو اړخونو سره د خبرو غوښتنه وکړه. کارپوهان وایي چې افغان حکومت د اسختباراتي معلوماتو له مخې د دغه شان پېښو مخه نیولای شي.

https://p.dw.com/p/1A7Ew
انځور: picture-alliance/Ton Koene

تر هغه وروسته چې په غزنې ولایت کې د سړک غاړې یوه ماین ۱۸ کسان چې ډیر شمیر یې ښځې وې ووژل، ډیر شمیر افغانانو پر دغه شان بریدونو باندې یو ځل بیا نیوکه وکړه او هغه یې د افغانستان د «دښمنانو» کار وباله. د کابل ښار یوه اوسیدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل: «هر څوک چې مسلمانان وژني طالب هم پوهیږي، زه هم پوهیږم او ته هم پوهیږې چې دا په اسلام کي جواز نه لري او یو بد عمل دی.» یو بل افغان بیا په ډیرې غوسې وویل: «د وطن دښمنان د خلکو خوښي په غم بدلوي دا یو بد عمل دی او موږ یې غندو.»

افغان حکومت څرنګه کولای شي د دغه شان بریدونو مخه ونیسي؟

یوازې د یکشنبې په ورځ په دوو پېښو کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. لومړۍ پیښه په کابل کې رامنځ ته شوه چې د شپږو تنو افغانانو د مرګ ژوبلې په بیه تمامه شوه. دویمه پېښه هم په همدې ورځ د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ په صاحب خاني کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چي د واده له مراسمو راروان یو بس موټر د سړک د غاړې یوه ماین والوزوه او اتلس تنه یې ووژل.

د ملګرو ملتونو سازمان کلني رپوټونه ښيي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې په افغانستان کې ملکي تلفات هر کال مخ په زیاتیدو دي. د دغو رپوټونو له مخې له همدې کاله تر ۲۰۱۲ کال پورې په افغانستان کې د بیلابیلو پېښو په پایله کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. په افغانستان کې ډیر ملکي تلفات د سړک د غاړې ماینونو له کبله رامنځ ته کیږي چې ډیر وخت د طالبانو له خوا د افغان او نړیوالو ځواکونو د په نښه کولو په موخه ځای پر ځای کیږي.

پوځي کارپوهان وايي چې افغان حکومت کولای شي چې د استخباراتي معلوماتو له لارې د سړک د غاړې د ماینونو له کبله د رامنځ ته کیدونکې مرګ ژوبلې مخه ونیسي. د افغانستان د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عبدالله وردګ، په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د دغه شان پیښو د مخ نیوي ل پاره چې په کې ملکي تلفات رامنځ ته کیږي باید دولت استخباراتي برخې ته ډيره پاملرنه وکړي او خپل اطلاع را ټولونکي کارمندان ښه وروزي چې مسلکي شي.»

د سره صلیب نړیواله کمیټه د ملکي تلفاتو د کمولو هڅه کوي

د سره صلیب نړیوالې کمیټې له طالبانو او افغان ځواکونو څخه غوښتي دي چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي. د دغې کمیټې یوه ارزونه چې د یکشنبې په ورځ یي پایلې خپرې شوې دي ښيي چې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
دغه کمیټه اوس پلان لري چې په دغه برخه کې د ښکیلو غاړو تر منځ مداخله وکړي او د امکان تر حده پورې د دغو تلفاتو مخه ونیسي. د دغې کمیټې یوه ویاند رفیع الله ستانکزي، په کابل کې وویل: «جګړه کمه شوې نه، بلکه ډیره شوې ده چې په پایله کې یې ملکي تلفات هم زیات شوي. موږ د نړیوالو قوانینو په رڼا کې له ښکیلو لورو سره خبرې روانې کړې دي چې وکړای شو ښکیل کسان قانع کړي ترڅو په جګړه کې د ولسي خلکو سر او مال ته جدي پام ونیسي.»

سره صلیت همداراز له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې په دغه برخه کې له خپلو فشارونو او نفوذ څخه ډير کار واخلي ترڅو د ملکي تلفاتو مخه ونیوله شي. د دغې کمیټې ویاند زیاته کړه: «د ولسي خلکو د ستونزو په باب موږ څیړنې کوو او وخت پر وخت خپل راپوټونه له ملي او نړیوالو ادارو سره شریکوو او له اړوندو ادارو یي د حل کولو غوښتونکي یو.»

د ملکي تلفاتو په اړه په داسې حال کې اندیښنې د زیاتیدو په حال کې دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو بهیر او افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو لړۍ هم په خپل وروستي پړاوو کې ده. یو شمیر افغانان اندیښنه لري چي کورني ځواکونه به و نه شي کولای چې د یاغیانو پر وړاندې د هغوی ساتنه وکړي خو نړیواله ټولنه او پخپله افغان حکومت بیا وایي چې د یاغیانو پر وړاندې جګړې ته پوره چمتوالی لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب