پر مخالفينو تر حملې وروسته وضع نوره هم مخ پرخرابيدو ده
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبهپه تکرار سره فيرونه اوريدل کيږي . خو په ډيرو ځايو کښي عسکر د مقاومت سره مخامخ کيږي .
نن سهار د لمرختو دمخه پوځونه د بنکاک د جنوب د لومپيني د پارک پر خوا حرکت وروکي ، چي د سور کميسو پلاس کښي دی . مظاهره کونکو د موټر عرادو او نورو لرگو ته ، چي مورچلونه يې ځيني جوړ کړي وه، اور ورواچوی .
د بنکاک په مختلفو برخو کښي د ډيرو دودانو څخه توره وريځ جوړه سوې ده .
وسله والو مظاهره کونکود تيلو څخه يو ډک ټانکر د ښارپه مرکزي برخه کښي درولی دی ، او تهديد يې کړی دی چي هغه ته به اور واچوي .
د مورچلونو څخه دباندي د غريبانو په يوه ناحيه کښي خصوصأ ډيري سختي نښتي او دفيرونو تبادله رامنځته سوې ده .
د تايلينډ د ټلويزون د خبر پر اساس په دغه ناحيه کښي نامعلومه په تورو کالو کښي مجهز وسله وال کسان پر عسکرو باندي فيرونو کوي .
د بون کای په نامه دغه ناحيه کښي په تيرو ورځو کښي هم داخلي جنگ ته ورته صحنې رامنځته سوي وې . د دغي ناحيې د تقريبأ 7000 اوسيدونکو څخه زيادتره يې په شاوخوا مکتبو او سپورټي مرکزو او کلپو کښي سره ځای پر ځای سوي دي .
د سور کميسو پلويانو په دې منځ کښي د بنکاک په نورو برخو کښي مورچلونه جوړ کړي دي . د حکومت په زرهاوو مخالفينو د اردو د تشدد او زور څخه ډکي حملې پر ضد په مظاهرو شروع کړې ده .
حکومت پرون د تايلينډ د سنا د وساطت کولو يو ابتکار رد کی ، او اعلان يې وکی چي اوس بايد د مخالفينو مقاومت ته خاتمه ورکول سي ، او بيا به وروسته خبري شروع سي . خو د حکومت مخالفينوبيا ددغه هيواد د مشرانو د جرگې په وساطت د خبرو سره موافقه کړې ده .
سور کميسي په خپل دغه دمياشتو مياشتو راهيسي اعتراضو سره غواړي چي حکومت استعفأ ورکي ، او نوي انتخابات تر سره سي . ددوی په نظر صدراعظم ابهيسيت ويجايي وا په ديموکراتيک ډول ندی انتخاب سوی ، بلکه د پوځ او سلطنت په اشاره راغلی دی .
يوازي تيره پنجشنبه په بنکاک کښي لږ تر لږه 39 تنه ووژل سول ، او تقريبأ 300 نور زخميان سول . او د اعتراضو د شروع څخه په اپريل کښي تر اوسه پوري په تايلينډ کښي تر 60 زيات انسانان مړه ، او تر 1000 اضافه ټپيان سوي دي .
بوروفسکي / محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي