دجنګونو ددوام له کبله د شخړي سوله ايز حل نه تر سترګو کيږي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبهد تايلينډد شخړي سوله ايز حل اوس بيرته ليري سوی دی . د تايلينډ حکومت د سور کميسو د خبرو او مذاکرې پيشنهاد رد کړی دی ، ځکه چه هغه په ډيرو شرطو سره تړلی دی .
د حکومت مخالفينو د اظطراري حالت لغو کيدل ، او د عسکري قواوو بيرته تلل غوښتي دي ،او هم يې خبري او معامله د ملګرو ملتو په وساطت پيشنهاد کړيده . خو د حکومت يوه وياند پانيتان وتاناياګورن وويل چه دا يوه داخلي مسأله ده ،او تايلينډ يې بايد پخپله حل کي . دی وايي ،
«موږ د مخالفينو دا غوښتنه چه خبري دي د ملګرو ملتو په وساطت تر سره سي ، ردوو . د تايلينډ هيڅ حکومت هيڅ وخت اجازه نه ده ورکړې، چي يو څوک دي ددباندي څخه مداخله وکي . موږ کولای سو ، خپل مشکلات پخپله حل کو . خو موږ تيار يو چي د بل چا خبري او پيشنهادونه هم واورو . »
په دې منځ کښي د بنکاک په منځ کښي پر سړکانو او کوڅو باندي جنګونه او نښتي دوام لري . د مخالفينو د مورچلو سره په ډيرو ځايو کښي د امنيتي قواوو او مظاهره کونکو تر منځ فيرونه تبادله سوي دي . دوژل سوو کسانو تعداد 37 تنو ته لوړ سوی دی ، او تر 300 اضافه انسانان ټپيان سوي دي .
خاصتأ د لومپيني د پارک سره نژدې د سور کميسو د ساحې او تجارتي مرکز سي لوم په منځ کښي سختي نښتي رواني دي .
د خولالونګ کورن روغتون د ډيرو جنګونو له کبله تړل سوی دی ، او تر هغه وروسته چي چاودني رامنځته سوې ، د نژدې لوکس هوټل دوسيت ميلمانه د هوټل په زيرزمينيو کښي پټ سول .
د بنکاک د يادګاري څلي سره نژدې پرون ماښام ډير خلګ راټول سوي وه ، تر څو د يو څه ليري او مطمين ځای څخه د سينتوري د پارک هوټل سره د فيرونو تبادله وګوري . خولکه يو سړی چي وايي ، دغه ځای هم ډير مطمين نه ؤ ،
«موږ هلته ولاړ ؤ ،چه په يوه پلا زموږ پر خوا څراغان او لايټونه رابرابر سول ، او موږ ژر د هغه ځای څخه وځغستل . ځکه چه لوړ هلته پر بام باندي مسلح عسکر ناست وه . »
د تايلينډ حکومت ، مخالفينوته تر نن ماپښين پوري بيا وخت ورکړی دی ، چه خپلو احتجاجونو ته خاتمه ورکي .
صدراعظم ابهيسيت ويجايي وا د حکومت وسله وال مخالفين د ترهګرانو په نامه وبلل ، او ويې ويل چه اردو بله لار نلري ، بيله دې چي په ډير شدت سره حمله وکي .
پدې منځ کښي د بنکاک په نورو برخو او نژدې ولايتو کښي د سور کميسو پلويانو په مظاهرو او اعتراضو شروع کړيده ، او د تشدد د ختميدو غوښتنه يې کړېده .
بوروفسکي/
کتونکي : محمد قاسم نوري