"پاکستاني طالبان پر حقاني شبکې ځانمرگي پلوري"
۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبهد افغانستان د استخباراتو د ادارې په وينا دغه ځانمرګي بريد ګر چي پاکستانی وګړی دی، د پکتيکا ولايت د جاجي ميدان په ولسوالي کي د بريد د تر سره کولو د مخه ددې ادارې د کارکوونکو له خوا نيول سوی دی.
د افغانستان د استخباراتي ادارې له خوا په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي، شيرحسن، د حقاني شبکې له لوري افغانستان ته ليږدول سوی، پداسي حال کي چي هغه د دغي شبکې غړيتوب نه لري.
خو شيرحسن، وايي چي هغه ددغي ډلي له خوا په پيسو اخيستل سوی تر څو افغان قوماندان (عزيزالله) په نښه کړي. خو د افغانستان څارګري ادارې د عزيزالله د مقام او نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.
شيرحسن تر خپل خرڅلاو وروسته د حقاني شبکې سره يوه مياشت روزنه تر سره کړې.
دغه بيانيه کاږي « نيول سوي کس دغه راز زياته کړي چي، د حکيم الله محسود د ډلي يو قوماندان، ځانمرګي بريد کوونکي د 6 ميلونو څخه تر 8 ميلونو کلدارو پوري چي شاوخوا د 70 زره څخه تر 93 زره ډالره کيږي، د حقاني پر شبکې پلوري، تر څو ځانمرګي بريدونه تر سره کړي.»
حکيم الله محسود د پاکستاني طالبانو د تحريک يا ډلي مشري پرغاړه لري، چي په ټول پاکستان کي د ځانمرګي بريدونو پړه ورباندي اچول کيږي.
خو د افغانستان د استخباراتي ادارې په خپر پاڼه کي دا نه دي ويل سوي چي شيرحسن د څونه پيسو په بدل کي پلورل سوی او يا څنګه نيول سوی دی.
د افغانستان ځيني ختيځي برخي د پاکستان د ياغي قبايلي سيمو سره اوږده پوله لري، چيري چي اورپکي او د حقاني شبکه د پاکستان او افغانستان پر ضد بريدونه تر سره کوي.
د حقاني شبکه چي د جلال الدين حقاني له لوري اداره کيږي، د طالبانو ملاتړې ډله ده او د القاعدې شبکې سره هم ډيري نږدې اړيکي لري.
د حقاني شبکه په افغانستان کي د بې شميره بريدونو طراحه ګڼل کيږي، چي د جلال آباد په ښار کي پر کابل بانک خونړی بريد يو له دغه بريدونو څخه شميرل کيږي.
جلاالدين حقاني په 80 يمه لسيزه کي د پخواني شوروي سره د جګړې پر مهال شهرت ته ورسيد. داسي ويل کيږي چي د هغه صحي وضعه اوس ښه نه ده او د دغي شبکې ټولي چاري اوس د هغه د زوی سراج الدين له خوا پر مخ بيول کيږي.
د می په مياشت کي د طالبانو تر هغه اعلان وروسته چي په دوبي کي به په خپلو بريدونو کي ډير والی راولي، د ټول هيواد په کچه د زور زياتي په پيښو کي ډير والی راغلی.
ځانمرګي بريد کوونکي شيرحسن پداسي وخت کي نيول کيږي چي څو ورځي وړاندي د ځانمرګي بريد کوونکو يوې ډلي په کابل کي د انترکانتيننتال هوټل تر بريد لاندي نيولی وو چي په پايله کي يي تر ۱۵زيات کسان ووژل سول.
افغان چارواکي وايي چي د پاکستان په داخل کي د اورپکو پټ ځايونه هغوي ته دا موقع په لاس ورکوي چي وروزل سي، آرام وکړي او افغانستان ته د بريدونو له پاره اورپکي راوستوي.
دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان په ختيځه برخه کي د پاکستان له لوري د توغنديو د توغولو پر سر د دواړو ګاونډي هيوادونو اړيکي ډير ترينګلي سوي دي.
افغانستان وايي چي د پاکستان له لوري په سلگونه راکټونه ور توغول کيږي، خو پاکستان بيا دا ردوي او وايي چي «سهواً» څو راکټه د افغانستان په خاوره کي لګيدلي دي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل