1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: د يوې اته کلني نجلۍ څخه په بم چاودنه کي کار اخستل سوی

۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي په روزگان ولايت کي د يوې اته کلني نجلي څخه په بمي چاودنه کي کار اخستل سوی.

https://p.dw.com/p/11jna
يوه افغانه ماشومه
يوه افغانه ماشومهانځور: DW

د وزارت وياند صديق صديقي ويلي چي تيره ورځ د روزگان ولايت په چورې ولسوالۍ کي تروريستانو د يوې اته کلني نجلي ته په کڅوڼه کي چاوديدونکي مواد ورکړي تر څو هغه د پوليسو يوې پوستې ته وروړي.

« تروريستانو يوه بې گناه اته کلنه نجلي د خپلو اهدافو له پاره کارولې او هغې ته يې په يوه کڅوڼه کي د ليري څخه کانتروليدونکی بم ورکړی ترڅو هغه د پوليسو يو مرکز ته وروړي. خو پر ماشومي هدف ته تر رسيدو د مخه بم چولی دی.»

د هغه په خبره په پيښه کي يوازي دغه بې گناه ماشومه وژل سوې بل هيڅ چاته د سر تاوان نه دی رسيدلی.

دا په خپل ډول کي لومړۍ پيښه ده چي په افغانستان کي تر سره کيږي، تر اوسه پوري د داسي کم عمري ماشوم څخه په بمي يا ځانمرگي بريدونو کي کار نه و اخستل سوی.

د پيښه پړه تر اوسه پوري چا په غاړه نه ده اخستې.

تيره ورځ په لوگر ولايت کي چاودني شاوخوا ۳۸ کسان ووژل او تر ۸۰ ډير يې ټپيان کړل.

چاودنه د ازرې ولسوالۍ په يو کلنيک کي رامنځ ته سوی چي ټول قربانيان يې ملکي وگړي ول، چي په هغو کي ښځي او ماشومان هم شامل ول.

په دې وروستيو په افغانستان کي د بمي چاودنو او ځانمرگي بريدونو ډيری قربانيان ملکي وگړي دي.

دغه راز د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کي هم ملکي وگړو ته مرگ ژوبله ور اوړي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

حکتونکی: احمد ولي اڅکزی