ولي تر نيمايي ډیر مهاجر د آلماني ژبې په کورسونو کې ناکاميږي؟
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبهپه آلمان کې تر نيمايي ډير مهاجر په دې نه بريالي کيږي چې د ادغام او ژبې له کورسونو څخه بريالي ووځي. آلمانۍ ورځپاڼه «فرانکفورتر الګماينه رونتګ څايتونګ» د آلمان د مهاجرت ادارې (بامف) په حواله خبر ورکوي چې تير کال (۲۰۱۷) ټولټال ۳۳۹۵۷۸ مهاجرو د ادغام په کورسونو کې ګډون کړی دی.
خو په دغې ډله کې د پام وړ لږ، يعنې يوازي ۲۸۹۷۵۱ کسان په دې توانيدلي چې په وروستۍ آزموينه کې د ښو نمرو په ترلاسه کولو بريالي شي.
د هغو کسانو له ډلې چې په دغو کورسونو کې ېې ګډون کړی وو، له هرو دوو څخه يو (۴۸،۷ سلنه)، په متوسطه کچه د (بي ۱) سند په لاس راوړلو فارغ شوي دي. همدا ډول له ۱۰کسانو څخه ۴ کسان (۴۰،۸ سلنه) په ابتدائيي او له دې په ښکته کچه کې له دغو کورسونو فارغ شوي دي.
د نه بريا ځينې مهم لاملونه
د مهاجرت ادارې د معلوماتو پر اساس، د ادغام کورسونو ځينې گډونوال له دې امله هم په ورستيو آزموينو کې له ګډون څخه بې برخې کيږي، چې هغوی د روزنيزې دورې پر مهال ناروغان کيږي، يا کار پيدا کوي او يا هم نورو سيمو ته کډه کوي.
د مهاجرو په کورسونو کي «د ۱۰۰ ميليونو يورو اختلاس»
د آلماني ژبې سند مهاجرو ته څه ګټې رسولی شي؟
د آلماني ژبې امتحان د مهاجرو کورنيو د الحاق مخه نيولې
د کورسونو ښوونکي بيا په دې نظر دي چې په کورسونو کې د مهاجرو د نه بريا له سترو لاملونو څخه يو يې، له روزنيز سيستم سره د هغو نه بلديا ده. سربيره پر دې، ډير مهاجر لا هم تر رواني فشارونو لاندي دي، چې دا هم د هغوي پر نه بريالي کيدو مستقیم رول لري. د دغو ستونزو تر څنګ بل لامل دا دی چې په عمل کې هم ډیر مهاجر د درسي ساعتونو پر مهال په ټولګيو کې حاضر نه وي.
د ادغام په روزنيزو دورو کې هغه بهرنيان ګډون کوي چې غواړي په آلمان کې پاته شي. همدا ډول په دغو کورسونو کې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو مهاجر او هغه آلمانيان هم ګډون کوي چې د دوهمې نړيوالې جکړې پر وخت نورو هيوادونو ته مهاجر شوي ول او اوس بیرته آلمان ته راستانه شوي دي.
د ژبې وړتيا او ارزښت يې
خو په ورستيو کې مهاجر په معمولي توګه د آلماني چارواکو له خوا دې ته اړ ايستل کيږي چې په دغو کورسونو کې ګډون وکړي. د ادغام کورسونه له دوو برخو څخه جوړ دي: ۶۰۰ درسي ساعته د ژبې زده کړې او ۱۰۰ درسي ساعتونه د ټولنې او فرهنګ زده کړې ته ځانګړي شوي دي.
د ادغام کورس ګډونوال بايد د ژبې په برخه د (بي ۱) تر کچې چې د آلمانۍ ژبې يو متوسط حد دی، زده کړه وکړي. د معلومات پر اساس، د وړتيا دغه کچه، ورځنيو فعاليتونو ته د رسيدګۍ په برخه کې که هغه په کتبي او يا هم په شفاهي توګه وي، کافي ګڼل شوې ده. خو دغه کچه بيا د مسلکي زدکړو له پاره کافي نه ده.
په ورته موضوع يو انځوريز البوم: