د آلماني ژبې امتحان د مهاجرو کورنيو د الحاق مخه نيولې
۱۳۹۶ شهریور ۳۰, پنجشنبهدغه ارقام د کيڼ اړخي گوند د پارلماني فراکسیون د يوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت له ځواب څخه ترلاسه شوي دي چې د «پساور نوين پرسه» ورځپاڼې خپاره کړي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د کیڼ اړخي پارلماني فراکسیون په ځواب کې لیکلي دي چې له کورنۍ سره د یوځای کیدو په اړه د غوښتنلیک وړاندي کوونکو یو پر دریمه برخه کسان په خپل هیواد کې د آلماني ژبې د آزموېنې په پړاو کې ناکامه شوي.
په دې هکله د معلوماتو په یوه برخه کې راغلي دي چې یوازې په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۲ زره تنه نه دي توانیدلي چې په دغه آزموينه کي بريالي شي.
تیرکال په مجموع کې۳۷۸۴۰ تنو د دویچ آنس "Deutsch 1", ابتدایې کچې آلماني ژبې د آزموینې له پاره په خپلو هیوادونو کې «ګويته انیستیتوت» ته مراجعه کړې وه چې له دې جملې څخه ۶۸ سلنه یې له دغې آزموینې څخه بریالي وتلي دي.
د افغانستان، اردن، مصر، سنیګال او ګانا په څیر هیوادونو کې په دغه آزموېنه کې د ګډون کوونکو نیمایې نه دي توانیدلي چې بريالي شي.
اساساً ټول هغه کسان چې غواړي د خپل ژوند له ملګري (میړه یا ښځې) سره د یوځای کیدو له پاره آلمان ته سفر وکړي، مکلف دي چې د ویزې له پاره د غوښتنلیک د وړاندې کولو پر مهال په خپل هیواد کې د آلمان سیاسي نمایندګۍ ته د (آ آنس) کچې د آلماني ژبې آزموېنې د بریالیتوب سند وړاندي کړي.
د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو اتباع، هغه کسان چې له لویو مهاراتونو سره آلمان ته د کار له پاره رازي، خود کفا کسان او هغه مهاجر چې د جانبي حفاظت(یو کلنه ویزه) یې ترلاسه کړی ده، له دې قاعدې څخه مستثناء دي.
د مهاجرت او ادغام په برخه کې د کیڼ اړخو د پارلماني فراکسیون ویاندې Sevim Dagdelen زیویم داګدیلن، په دغو آزموېنو کې د ناکامۍ لوړ شمیر ته په کتلو سره نیوکه وکړه: «دا منطقي نه ده چې یوه ښځه او میړه نه شي کولی ګډ ژوند وکړي. د ډیرو بهرنیانو ښځو او مړونو ته دا آسانه نه دی چې د آلماني ژبې لیک لوست له آلمان څخه د باندې زده کړي. په آلماني ټولنه کې کیدای شي دغه ژبه ژر ده شي».
نوموړي همدارنګه زیاته کړې د آلمان حکومت د ژبي آزموېنې له دې خنډ سره، له ( کورنیو او هغو کسانو چې واده کوي) څخه اساسي ملاتړ نقضوي. د داګدیلن، په خبره دا تر ټولو لوړ ارقام دي چې د کورنۍ ضد قواعدو په نتیجه کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.