م.م:د پوليسو له ليکو څخه بايد ماشومان وايستل سي
۱۳۹۰ خرداد ۱۸, چهارشنبهپه ملګرو ملتونو کي د آلمان استازی، پيتر ويتيش، افغانستان ته رسيدلی ترڅو هلته د ماشومانو وضعيت تر څيړني لاندي ونيسي.
پيتر ويتيش ويلي چي د ملګرو ملتونو تحريمونه کيدای سي چي د هغو کسانو په وړاندي وضع سي چي ښونځي تر بريدونو لاندي نيسي.
ويتيش همدا راز ويلي چي افغان حکومت ژمنه کړي ترڅو خپل پوليس د هغو کسانو څخه پاک کړي چي تر قانوني سن يې نه دی پوره کړی. د ده په وينا حکومت همداراز منلې چي تر دي وروسته به د پوليسو په جذبولو کي داسي شرايط په نظر کي ونيول سي چي ماشوما دغو ځوکونو ته جذب نه کړای سي.
د روان کال په جنورۍ مياشتي کي افغان حکومت يو داسي تړون لاسليک کړی چي له مخه به يې ژمنه وکړه چي په خپلو امنيتي ځواکونو کي به د ماشومانو د جذبولو څخه مخنيوي وکړي.
د دغه تړون له مخه خو افغان حکومت همداراز ژمنه کړې چي په دغه هيواد کي به پر ماشومانو تيري، د هغوي په وړاندي د تاوتريخوالي څخه استفاده کول او د هغوی د بدن د اعضاوو د پري کولو څخه مخنيوي وکړي.
د يو بل ديپلومات د خبرو له مخه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت توانيدلي چي د خپلو څيړنو په پايلو کي يوازي درې ماشومان د افغان پوليسو په ډلي کي په ګوته کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو د يو بل استازي په حواله د افغانستان په لري پرتو سيمو کي او دغه هيواد د مليشو په ډلي کي لا تر اوسه هم ماشومان دنده تر سره کوي.
د ملګرو ملتونو کارکونکو په حواله د افغان ځواکونو په ډلي کي تر 12 کلنو ماشوما نو پوري کسان هم دنده ترسره کوي. دغه ماشومان ډير ځلي د پخلي کولو او مهماتو د انتقال دندي په غاړه لري.
د دغو چارواکو په حواله د افغان ځواکونو په ډلو کي جنسي تيري که څه هم شته خو افغان حکومت نه غوښتل چي په اړه يي خبري وکړي. خو اوس دي غواړي چي د تړلو دروازو شا ته د دغي موضوع په اړه هم خبري وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل