1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ماشومانو وضعيت ډير ناوړه بولي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۵, دوشنبه

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د افغان ماشومانو وضيعت ډير ناوړه بولي.د دغه کمېسيون د يوې وروستۍ اروزني پايلو ښولي چي د افغان ماشومانو ټولنيز حالت ډير خراب دي.

https://p.dw.com/p/113gV
په شاقه کارونو اخته ماشومان
په شاقه کارونو اخته ماشومانانځور: AP

د بشري ټولني د دغي مدافع ډلګۍ په يوه نوي ټولنيز او اقتصادي رپوټ کي راغلي چي له هرو هغو څلورو کوچنيانو څخه چي عمرونه يې د ۷ او ‍۱۴ کالو تر منځ دي يو يې په شاقه کار بوخت دی.

دغه ماشومان د واټونو پر سره په پلور او پير سربيره، د موټرو په ورکشاپونو او فابريکو کي په درنو کارونو بوخت ښودل سوي.

په رپوټ کي راغلي چي د تير کال په لومړيو شپږو مياشتو کي دوي پر ماشومانو د جنسي تيري ۳۷ پيښي ثبت کړي چي په دوو واقعو کي ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

رپوټ کاږي چي تير کال په ټول افغانستان کي د ماشومانو د اختطاف ۶۰ پيښي رامنځ ته سوي دي.

د بشرد حقونو د خپلواک کمېسيون رسمي شميرې ښيي چي تير کال په نا امنو ولايتونو کي څه باندي ۶۴۰ ښونځي تړلي پاته سوي چي له دي سره لږ تر لږه دوه سوه او پينځه ديرش زره نجوني او هلکان له زده کړي محروم پاته سوي.

خو افغان حکومت بيا وايي چي د تړلو ښونځيو د پرانيستلو په برخه کي يې يو لړ کوټلي ګامونه پورته کړي او شاوخواه هره ورځ سرکاري ټلويزيون د حکومت په هڅه په نا امنو ولايتونو کي د يوه دوو ښونځيو د پرانيستلو خبر ورکوي.

د کم عمره ماشومانو ودونه، صحي خدمتونو ته د هغوی نه لاس رسی او د کورنيو ضعيف اقتصادي حالات هغه نوري ستونزي دي چي ماشومان ورسره لاس او ګريوان دي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسيون د غړي فهيم حکيم په وينا دغه راپور د افغانستان په ډيرو ولايتونو کي د را ټولو سويو ارقامو پر اساس جوړ سوی دی.

رپوټ کاږي چي ټولنيزو ستونزو په ډيرو مواردو کي ماشومان د مخدره توکو اعتياد او درويزې ته سوق کړي دي.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د ملګرو ملتونو دجرمونو او مخدره توکو د مبارزي اداره( يو ان او ډي سي) په يوه رپوټ کي ويلي چي په افغانستان کي دننه شاوخوا ۶۰ زره ماشومان په مخدره توکو روږد دي.

د بشري حقونو سازمان وايي چي د ماشومانو د اقتصادي او ټولنيز حالت څخه د رپوټ د جوړوني موخه دا وه تر څو د ماشومانو د ژوندانه له حالت څخه جاج اخيستل سوی وي او په ورته وخت کي روغي ټولني ته د هغوی په بيرته را ګرځولو کار وسي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل