1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د ګوزڼ پر ضد بېړنۍ مبارزه په کار ده

عبدالباري حکيم/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتو د روغتيا نړيوال سازمان، WHO، وايي چي په منځني ختيځ کي د نړۍ۲۱ هيوادونو هوډ کړی دی چي د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره به له هيڅ ډول هڅي څخه ځان و نه سپموي.

https://p.dw.com/p/1AGfZ
انځور: picture alliance/AP Photo

د روغتيا د نړيوال سازمان د وينا له مخي په منځني ختيځ او ګاونډيو سيمو کي لا تراوسه د ګوزڼ ناروغي خپره ده او ماشومان يې قربانيان دي. هغه سازمان وويل چي اوس د سيمي ۲۱ هيوادونو په يوې ګډي پريکړي کي هوډ کړی دی چي د ګوزن ريښي به له بيخه باسي.

د روغتيا نړيوال سازمان چي د دغو هيوادونو پريکړه يې په يوه وينا پاڼه کي خپره کړي ده يادونه کوي چي «د پوليو پر ضد مبارزه د هغوی د بېړنيو پروګرامونو په لومړيتوبونو کي ده.» په وينا پاڼه کي وړاندي راغلي دي چي د دغي ناروغۍ ستونزي له پاکستان څخه ريښه اخلي. د پاکستان په ځينو سيمو کي د ګوزڼ د ناروغۍ د واکسين کولو مخالفت کيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان په دغه وينا پاڼه کي چي د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۱۳) خپره شوې ده ويل شوي دي چي د هغه سازمان د مديتراني د ختيځي سيمي هيوادونو پر پاکستان ږغ کړی دی چي د خپل هيواد ټول ماشومان «ژر تر ژره» واکسين کړي چي په نړۍ کي د دغي ساري ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيوله شي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي پاکستان هم د هغو هيوادونو په جمله کي دی چي دغه پريکړه يې منلې ده. د پريکړي نور لاسليک کوونکي هيوادونه عبارت دي له: افغانستان، بحرين، جيبوتيي، مصر، ايران، عراق، اردن، کويټ، لبنان، ليبيا، مراکش، عمان، قطر، سعودي عربستان، صوماليا، سوډان، سوريه، تونس، د عربو متحده امارات او يمن.

د روغتيا د نړيوال سازمان چارواکو د اووني په سر کي وويل، اوس دا تشخيص شوي ده چي د سوريې په شمالي ولايت کي له ۲۲ ماشومانو څخه ۱۳ يي د ګوزن په ناروغي اخته دي او فلج شوي دي.

نوموړی سازمان وايي چي په سوريه کي د ګوزن ناروغي ويروس له پاکستان څخه سرچينه اخلي، چيري چي د افغانستان او نايجريا تر څنګ دغه ناروغي ساري ده او له هغه ځاي څخه بيا منځي ختيځ ته خپريږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي، د ګوزن هغه ويرس چي په مصر کي تشخيص شوي دي ښيي چي هغه د پاکستان له ويروس سره ډير نژدي تړاو لري او بيا د اسراييلو، د اردن د سيمي لوېديځي غاړي د غزې تراډي په کثافاتو کي موندل شوي دي. خو دا چي په دغو سيمو کي د واکسين کولو لمن ډير پراخه ده، نو دغه ويروس تر کنترول لاندي راغلی دی.