1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: ډېر افغانان د خوارکي موادو له کمښت سره مخامخ دي

۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبه

ملگري ملتونه وايي چې ډېر افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د پنجشنې په ورځ د خوړو نړيوال سازمان له خوا په يو خپاره شوي راپور کې راغلي دي چې تقريبا ۱،۵ ميليونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1GUNP
انځور: DW

دغه راپور د پروسږ کال په پرتله ۳۱۷۰۰۰ کسان ډېر ښيي. نور ۷،۳ ميليونه انسانان د خوړو په برخه کې له وړو ستونزو سره مخامخ شوي دي. دغه شمېر د افغانستان د ټول ټال نفوس څلورمه برخه ده.

د هغو افغانانو شمېر، چې له سختي لوږي سره مخامخ دي، د دغه راپور له مخې له پروسږ کال راهيسې له ۴،۷ سلنې څخه ۵،۹ سنلي لوړ شوی دی. د اندېښني وړ هغه خلک دي چې خپلې ځمکې خرڅوي، ماشومان کار کولو ته هڅوي او يا خپلو خپلوانو ته کډه وړي، څو په کافي اندازه خوراکي توکي ځان ته پيدا کړای شي.

ويل کيږي چې اوسمهال هر پنځم وګړی په افغانستان کې دغه زار هلو ځلو ته اړ دی، څو ځان ته ډوډۍ پيدا کړي، چې دا د تېر کال په پرتله د دغسې پېښو دوه برابره ډېرښت ښېي.

د خوړو د نړيوال سازمان د افغانستان د چارو مسوول، کلاود جيبيدار، وويل چې دغسې کسان د بېړنيو حالاتو له پاره په کافي اندازه د خوراکي توکو زېرمي نه لري. جيبيدار نوې خپري شوي شمېرې «د ډېري زياتي اندېښنې وړ» وبللې.