1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له بې ځایه شوو کسانو سره د حکومت مرستې ډیرې کمي دي»

حسین سیرت۱۳۹۲ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت، د کورني بې ځایه شوو کسانو له پاره د مرستو یو پروگرام تر لاس لاندې نیولی دی. دغه مرستې له ۱۰ زرو بې ځایه شوو کورنیو سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1BRZy
انځور: DW/H. Sirat

د مرستو لمړۍ بسته چې د سعودي عربستان له لوري د ۱۵۰۰۰ کورنیو له پاره ورکړل شوې وه، د سه شنبې په ورځ کې په کابل کې وویشل شوه. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې په پام کې ده په نورو ولایتونو کې هم دغه مرستې وویشل شي. دغې مرستې له هغو کسانو سره کیږی چې د جگړو او نا امنۍ له کبله خپلو اصلي ټاټوبو پریښودلو ته اړ شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سلاکار حیات الله سباوون د دغو مرستو د ویشل کیدو پر مهال وویل: «موږ د سعودي عربستان له لوري مرستې شوي دوه میلیونه ډالر پر کورني بې ځایه شوو او بیرته راستنو شو کډوالو ویشو، چې پکښې خوراکي توکي شامل دي. موږ خپلې مرستې په ننگرهار او نورو شپږو ولایتونو کې تطبیقوو.»

خو کورني بې ځایه شوي کسان وایي چې دغه مرستې یوازې د دوی لنډ مهالو ستونزو ته ځواب ویلای شي. د هغوی په وینا د ښه ژوندانه له پاره یوې سرپنا او کار ته اړتیا لري.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې په اوسني وخت کې د افغانستان په داخل کې ۵۷۴ زره خلک له خپلو اصلي ټاټوبو څخه بې ځایه شوي دي او دغه کسان په سترو ښارونو لکه، کابل، جلال آباد، مزار شریف او هرات کې ژوند کوي.

د دغه بې ځایو شویو کسانو ډیر شمیر کورونه نه لري او په خیمو کې ژوند کوي. دغه کسان د ژمي په سخت موسم کې کله نا کله خپل ماشومان له لاسه ورکوي ځکه چې هغوی د کورنو د تودلو له پاره کوم بندوبست نه لري او نه هم روغتیایي مرکزونه په اختیار کې لري.

د هلمند ولایت اوسیدونکی غلام سرور، چې له جگړې فراه ته تښتیدلی او له هغه ځایه کابل ته ورغلی، وایي چې د ژمي په موسم کې له سختو ستونزو سره لاس او گریوان دی: «بارانونو زموږ د ټولو کورونه خراب کړي دي او دیوالونه یې نړولي دي. موږ د دغه موسسې منندوي یو. حکومت باید زموږ پوښتنه وکړي ځکه چې موږ راتښتیدلي یو. د ورځې به طالبان وو او امریکایانو به بمباري کوله، په همدې خاطر راوتښتیدو.»

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې له کورني بې ځایه شوو کسانو سره د غوړیو، وړو، لوبیا، وریجو او کمپلو مرسته کیږي.

کورني بې ځایه شوي کسان وایي د فقر او تنگسۍ له کبله سختې ورځې او شپې تیروي. د فوزیه په نوم یوه تنه وایي: «موږ نه کور لرو، نه اوبه او نه ډوډۍ. ځیني وختونه مې اولادونه دوه درې ورځې په لوږه تیروي. خاوند مې کراچۍ لري او کار هم نه پیدا کیږي.»

د لیلا په یوه نوم یوه بله ښځه وایي، کله چې په مزار شریف کې د سیلاب د راتلو له کبله یې کور ویجاړ شو نو کابل ته راغلل او اوس په یوه زاړه کور کې ژوند کوي. هغه وایي په دغه کور کې چې ناست دي تر خیمې بدتر دی.

خو د کډوالو چارو وزارت وایي چې پر کورني بې ځایه شوو کسانو ویشل کیدونکي مرستې له بهرنیو مرستو سره تړلي دي او په وینا یې کله چې دغه مرستې قطع کیږي، نو دولت له دغو کورني بې ځایه شوو کسانو سره د مرستې له پاره کافي بودجه نه لري.