1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داداب: نړۍ کي د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی کېمپ

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

د افريقا پر ښکر روانه اوسنۍ وچکالي ډېره سخته او جدي ده چي په نژدې وختونو کي يې ساری نه ليدل کيږي. دلته په پرله پسې توگه د بارانونو موسمونه وچ تېر سول. د سيمي څاروي ټول له منځه تللي دي او پر مځکه نور شی نه راشنه کيږي

https://p.dw.com/p/11wd6
د صومالي کډوالو ماشومان په کېنيا کي
د صومالي کډوالو ماشومان په کېنيا کيانځور: AP

د کېنيا و داداب کېمپ ته هره ورځ د 2000 په شاوخوا کي صومالي کډوال راځي. دا هغه کډوال وي چي په اونيو اونيو يې په پښو لاره وهلې وي تر څو ستړي هلاک ځان و دغه کېمپ ته را ورسوي. هغه کسان چي دغه کېمپ ته راورسيږي هغوی ځان ژغورلی احساس کوي. لکه فاطمه نومي يوه کډواله چي درې ماشومان باندي موښتي دي وايي:

« موږ يو څو څاروی درلودل او يو کوچنی پټی مو کرلی ؤ. زموږ ټوله اوښان، غواوي او بزې له منځه ولاړل. زموږ پټی وچ کلک سوی ؤ. موږ نه سوای کولای چي په بازار کي خوراکي توکي رانيسو ولي چي قيمتونه دومره جگ سوي ول چي د ادا کولو توان مو يې نه درلودی.»

کوم کډوال چي و کېمپ ته راورسيږي نو هغوی ته د ډوډۍ کارډونه ورکول کيږي. د زياترو لپاره دا د ډېر وخت وروسته لومړی ځل وي چي په موړ نس ډوډۍ خوري او په همدې ډول د لومړي ځل لپاره کولای سي چي خپل اولادونه ماړه کړي.

د افريقا پر ښکر روانه اوسنۍ وچکالي ډېره سخته او جدي ده چي په نژدې وختونو کي يې ساری نه ليدل کيږي. دلته په پرله پسې توگه د بارانونو موسمونه وچ تېر سول. د سيمي څاروی ټوله له منځه تللي دي او پر مځکه نور شی نه راشنه کيږي. تر ټولو زيات زیان د صوماليې و سويلي سيمو ته رسېدلی دی. دغه سيمه بالکل وچه کلکه سوې ده. د دې سربېره د سيمي خلک د لسيزو راهيسي په کورنيو جگړو او کړکېچنو بوخت دي. پدغه سيمه کي د اسلامپالې الشباب توندلاره ډله واکمه ده او خلک کړوي. تر ډېره وخته پوري دغې ډلي و سيمي ته هيڅ مرستندويه توکي نه پرېښودلې. لکه فاطمه چي وايي:

«الشباب او وچکالي يو ډول زهيرؤنکي دي. اول الشباب بېگناه خلک وژل او اوس يې لوږه وژني. همدا وجه ده چي موږ و کينيا ته پناه راوړې ده.»

اوس الشباب پخپله د مرستي غوښتنه کړې ده او حتی د لوجستي همکارۍ وړانديز يې لا هم کړی دی. خو مرستندويه ټولنې د الشباب پر دغو ژمنو اعتبار نه کوي.

په دا داب کي د يوې مرستندويه ټولنې کار کوؤنکی اوپر مان وايي چي د لوږه دومره زیاته او وضعه دومره جدي ده چي حتی تجربه لرونکي مرستندويان هم بعضي وخت دغه زهيرؤنکي انځورونه نه سي هضم کولای. اوپر مان وايي:

« دلته د ماشومانو د مړينې کچه ډېره جگه ده. زياتره هغه ماشومان د ږېږېدو وروسته په لومړيو 24 ساعتونو کي مري. خلک کوښښ کوي چي تر هغه وخته چي امکان لري د صوماليې څخه نه را وؤزي. کله چي راووزي نو د 2 او درو اونيو تر منځ په پښو مزل کوي چي په ترځ کي يې ماشومان لا زيات کمزوره کيږي. په کېمپ کي دنده هم اوس د ماشومانو د مړيني کچه 6 چنده زیاته سوې ده.»

د داداب په کېمپ کي چي د 90 زرو انسانانو لپاره جوړ کړل سوی ؤ اوس څه باندي څلور لکه کډوال ځای پر ځای سوي دي او دغه شمېر هره ورځ مخ په زياتېدو دی. د ملگرو ملتونو د کډوالو د سازمان کار کوؤنکي وايي چي که وضعه دوې درې مياشتي همداسي دوام وکړي نو پخپله د دا داب په کېمپ کي به هم د دومره زياتو خلکو د مړولو او د هغوی د درملنې د آسانتياؤ د نشته والي بحران رامنځ ته سي.

ديخان آنشه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: مسعود جهش