1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل خپل افريقايي سفر ته دوام ورکوي

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

د المان صدراعظمي، انګيلا مرکل، افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کي نن «چهارشنبه» انګولایي مشرانو سره وکتل. ميرکل تر اوسه د کینیا او انګولا هیوادونو څخه لیدنه کړي او سبا به د نایجیریا څخه هم لیدنه وکړي

https://p.dw.com/p/11uHQ
د المان صدراعظمه په انګولا کي
د المان صدراعظمه په انګولا کيانځور: dapd

انګولا ته د میرکل د سفر پر مهال د هغي هرکلی د پوځي مراسمو په ترڅ کي تر سره شو. د میرکل هر کلی د انګولا د ولسمشر لومړی مرستیال، جوز دوز سنتوس، وکړ.

انګيلا ميرکل د المان لومړي صدراعظمه ده چي له انګولا څخه د آزاد هيواد په توګه ليدنه کوي. انګوليا په 1975 کال کي د پرتګال څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

وروسته له هغي چي د المانۍ صدراعظمي څخه هرکلي وشو، میرکل او انګولايي مشرانو په يوه ګډ اقتصادي کنفرانس کي ګډون وکړ.

په دغه کنفراس کي المانۍ مشري پر دي خبري ټنګار وکړ چي غواړي د دواړو هيوادونو تر منځ افتصادي او سوداګريزي اړيکي لا پسي پراخي کړي. ميرکل د دواړو هيوادونو تر منځ د دفاعي اړيکو د پراخولو څخه په خاصه توګه يادونه وکړه. هغي وویل:

«مونږ به په خوشحالي تاسو سره په دفاعي چارو کي مرستي وکړو. د بيلګي په توګه د ستاسو د سمندري ځواکونو په پياوړي کولو کي به تاسو سره ديري مرستي وکړو.»

ميرکل همداراز وويل چي انګولا د المان يو له ډيرو ښو ملګرو څخه ده او دغه دواړه هيوادونه کيداي شي چي په ګډه ډيري لاس ته راوړني ولري.

د نړيوال اقتصادي کړکيچ سربيره د المان او انګولا سوداګريزي اړيکي د پخوا په پرتله 40 سلنه لوړي شوي دي.

په دغه اقتصادي کنفرانس کي ميرکل د انرژۍ، تکنالوژۍ، د ښونځيو او پوهنتونونو د ضروري وسايل برابرول او د خام موادو پروسس د دواړو هيوادونو تر منځ د پانګه اچوني لپاره د برابرو ساحو په توګه په ګوته کړي.

ميرکل وويل دا چي انګولا د نفتو توليد کونکی هيواد دی او دا چي په نړۍ کي د نفتو بيه مخ په لوړيدو ده، کيداي شي چي انګولا ښه اقتصادي پر مختګ وکړي.

«المان يو ښه ملګري هيواد دی. مونږ غواړي چي د يو هيواد په توګه په اقتصادي برخو کي لا ډير پرمتګ وکړو خو مونږ غواړو چي د تاسو په هيواد کي هم خلک پر مختګ وکړي او کامياب ووسي.»

د انګولا مشرانو هم په دغه هيواد کي د المانيو پانګه اچونو څخه ملاتړ وکړ او وويل چي په دغه هيواد کي به د رقابت ښه زمينه برابره شي.

اوس مهال ډير شمير الماني پانګوال په انګولا کي ځکه پانګه اچونه نه کوي چي د دوي په اند په دغه هيواد کي اداري فساد شتون لري.

ميرکل او د هغي ملګري اهيت افريقا ته په خپل سفر کي چي په ترڅ کي به يي له دري افريقايي هيوادونو څخه ليدنه وکړي، د اداري فساد سره د مبارزه کولو غوښتنه وکړه.

ميرکل به خپل افريقايي سفر د پنج شنبي به ورځ پای ته ورسوي. هغي تر اوسه پوري د کينيا او انګولا څخه ليدنه کړي او د خپل سفر په ترڅ کي به له نايجيريا څخه هم ليدنه وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل