د کورنیو چارو پر وزرات د برید تلفات ښپږو تنو ته ورسیدل
۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبهیو عیني شاهد محمد کریم، چې د کورنیو چارو د وزارت د عمومي دروازي په لور روان وو د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه د چاودنې له کبله شا ته گوزار شو. پولیسو بیا دغه کس او په سیمه کې موجود نور کسان امن ځای ته ولیږدول. د پولیسو یو افسر چې ځان یې د بریالي په نوم پیژندلی دی ویلي دي چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت دننه رامنځ ته شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنگي، ویلي دي: «یو ځانمرگی برید کوونکی چې غوښتل یې د کورنیو چارو وزارت ته دننه شي، د امنیتي ځواکونو له خوا وپیژندل شو او هغه ځان والوزوه.» په عین حال کې د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي هم ویلي وو چې په پیښه کې څلور تنه پولیس وژل شوي دي: «یو ځانمرگي برید کوونکي چې پوځي یونیفورم يې پر تن لاره د کورنیو چارو وزارت دخولي دروازې ته نزدې ځان والوزوه او څلور تنه پولیس یې ووژل.»
د کورنیو چارو د وزارت ویاند له رسنیو سره په خپلو وروستیو خبرو اترو کې د پېښې تلفات شپږ تنه ښوولي دي او ویلي یې دي چې څیړونکې ډلې د پېښې ځای ته رسیدلي دي.
دغه چاودنه تر هغه څو ساعته وروسته رامنځ ته شوه چې د طالبانو یوه ویاند افغانانو ته گواښ وکړ چې ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړ نه شي.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د پیښې په اړه یوه خبر پاڼه خپره کړې وه چې په کې راغلي دي چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د دغه وزارت د عمومي دروازې مخې ته خپل ځان الوزولی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د پیښې له کبله تلفات هم رامنځ ته شوي دي: «یوه ځانمرگي برید کوونکي چې پوځي یونیفرم یې پر تن لاره د ۰۲:۳۰ [د کابل سیمه ییز وخت] په شاوخوا کې خپل ځان د کورنیو چارو په دخولي دروازې کې د مراجعینو په منځ کې چاودنه وکړه. د دې پیښې په پایله کې یو شمیر پولیس ټپیان شول.»
په افغانستان کې د اپریل پر پنځمه نیټه ولسمشريزې او د ولایتي شوراگانو ټاکنې کیږي. طالبانو گواښ کړی دی چې پر دغو ټاکنو باندې به بریدونه وکړي.