1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډیری افغانان د ځانگړو ځواکونو له فعالیته راضي دي

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

عیني شاهدان او هغه کسان چې د طالبانو په بریدونو کې بند پاتې ول د پولیسو د ځانگړو ځواکونو د چټک غبرگون ستاینه کوي. تر دوو کلونو مخکې افغان امنیتي ځواکونو د دې توان نه لاره چې د پیچلو ځانمرگو او وسله وال يرغلونو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/1BZ32
انځور: Reuters

ځانگړو ځواکونو په کافي اندازه روزني تر لاسه کړي دي او په پرمختللو وسایل سمبال دي له همدې کبله کولای شي چې د ځانمرگو بریدونو په صورت کې د هغوی مخه ونیسي.

خلیل په کابل ښار کې د «سولي د ریښو موسسې» دفتر ته نزدې ژوند کوي. د تیري جمعې په ورځ طالبانو پر دغې موسسې باندي برید وکړ. خلیل د دغه برید جریان داسي بیانوي: «هغوی [ځانمرگو برید کوونکي] د کور انگړ ته دننه شول او زما پر ورور باندي یې فيرونه وکړل. دوو تنو ځانمرگو برید کوونکو پر دهلیز او انگړ باندي فيرونه پیل کړل. زما ورور هغوی ته ویلي ول چې که ما ولی،و مي وله خو ښځو ته څه مه وایه.»

دغه عیني شاهد وایي چې که د دغه برید پر مهال ځانگړو پولیسو مداخله نه وای کړي نو تلفات به یې لا ډیر وای. هغه زیاتوي: «همدا ځانگړي ځواکونه چې راغلل، ډیر پیاوړي ول او هغوی یې له منځه یوو وړل. زه فکر نه کوم چې نورو دي دا وړتیا لرلای. ځانگړو ځواکونو ډیر ښه غبرگون وښود او ځانمرگي يې له منځه ویوړل.»

ځانگړي ځواکونه د ناټو د روزونکو له خوا روزل شوي. هغو کسانو چې د دغو ځواکونو غبرگون لیدلی دی وایي چې هغوی ډیر چټک دي.

همایو د کابل په کارته سه سیمه کې پلورنځای لري. هغه هم وایي چې که ځانگړي ځواکونه په وخت د پېښي سیمي ته نه وای رسیدلی، نورو ځواکونو د برید کوونکو مخه نه شوای نیولای. هغه زیاتوي: «که دغه ځواکونه ژر رسیدلي وای نو کیدای شي چې پېښه یې ډیر ژر کنترول کړې وای. ځانمرگو برید کوونکو غوښتل چې ډیر کسان ووژني، خو کله چې ځانگړي ځواکونه سیمې ته راورسیدل، هغوی یې له منځه یو وړل.»

د راتلونکو ورځو له پاره چمتوالی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو خاصې قطعې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اوس دې ته چمتو دي چې ځانمرگي او تهاجمي بریدونه کنترول کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د افغانستان ځانگړي ځواکونه د دې وړتیا او تجربه لري چې د بریدونو په صورت کې په مسلکي توگه غبرگون وښيي او په لږ وخت او لږو تلفاتو سره دغه بریدونه پای ته ورسوي. صدیقي وویل: «په هر ولایت کې چې ترهگر برید وکړي او یا د برید کولو جرات پیدا کړي د همدغو خاصو ځواکونو له خوا له منځه ځي او نابوده کیږي.»

په داسې حال کې چې د افغانستان ټاکنو ته یوازي د گوتو په شمار ورځې پاتې دي، د کابل ښار د ځانگړو امنیتي تدابیرو شاهد دی. پر هغو ټولو سړکونو باندې پولیس تر سترگو کیږي چې د کابل ښار ته رسیږي.

ټول هغه کسان چې د رای اچونې د کارت د اخیستلو له پاره په دې موخه جوړو شویو مرکزونو ته ورځي د پولیسو له خوا په دقیقه توگه تلاشي کیږي.

ښاغلی صدیقي وايي چې په ټول افغانستان کې امنیتي ځواکونه اوس په تیار سئ حالت کې دي ترڅو د حمل پر ۱۶ نیټه د ټاکنو امنیت ټینگ کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب