د محکمې حکم: نابالغه مهاجر حق لري خپلې کورنۍ راوغواړي
۱۳۹۷ فروردین ۲۴, جمعهد اروپا ستري محکمې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اپريل ۱۲مه) یو حکم صادر کړ چې پر اساس يې هغه مور او پلار کولای شي په اروپا کې له خپل مهاجر زوی يا لور سره يو ځای شي چې د پناه غوښتنې درخواست سپارلو پر وخت يې سن اتلس کلنۍ ته نه وي رسېدلی. حتي که د دغه شان مهاجر سن د قبولي تر اخيستو وروسته تر اتلس کلنۍ اوښتي هم وي دغه قانون ورسره صدق کوي.
د آلمان د قوانينو له مخې، هغه مهاجر چې قانوني سن ته نه وي رسیدلي، د کورنۍ د غړو الحاق يې جواز لري، خو د مور او پلار اقامت يې وروسته له هغې چې مهاجر خپل قانوني سن ته رسيږي، بيرته لغو کيږي.
ورته مطالب:
آلمان- د مهاجرو کورنيو د الحاق په اړه د قانون جوړونې تازه بحثونه
آلمان د مهاجرو د کورنیو د راغواښتلو لړۍ پیلوي
د آلمان د ايالتونو شوراګانو د روان کال په جنوري مياشت کې يوه طرحه تصويب کړه چې له مخې يې د روان کال له اګست مياشتې هره مياشت د مهاجرو د کورنيو ۱۰۰۰ غړي کولای شي په آلمان کې د خپلو کورنيو له غړو سره يو ځای شي.
په دغو مقرراتو کې ښځه او خاوند هم شامل دي.
«د مهاجرو کورنۍ دي را وغوښتل شي»
اوس د اروپا د سترې محکمې له دغه حکم سره، په دې برخه کې د ټولو اروپايي هيوادونو مقررات لغو کيږي او هغوی موظف دي چې د دغې محکمې په حکم عمل وکړي.
د آلمان دولت په ۲۰۱۶م کال کې په دغه هيواد کې د مهاجرو شمير د لوړيدو له امله، د مهاجرو د کورنيو د الحاق قانون د دوو کلونو له پاره د تعليق په حالت کې راوستلی وو.
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: