«د مهاجرو کورنۍ دي را وغوښتل شي»
۱۳۹۶ فروردین ۱, سهشنبهد «آلمان د بشري حقونو انستیتوت» (DIMR) د دغه هیواد له حکومته د مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان ادعا کوي چې د مهاجرو د کورنۍ غړو د یوځای کیدو پروسې ځنډول او د مهاجرو د خوندي کولو په برخه کې محدودیت د دې سبب کیږي چې «ماشومان د دریو کلونو او یا هم د زیاتې مودې له پاره له خپلي مور او پلار څخه جلا پاتې شي.»
د آلمان د بشري حقونو له انستیتوت څخه Dr. Hendrik Cremer د دوشنبې په ورځ د آلمان د پارلمان په داخلي کمیټه کې وویل: «دا مسئله له حقوقي پلوه او د بشري حقونو له پلوه د توجیه وړ نه ده.»
د عیسوي کلیساګانو مهم استازي هم د زرغون ګوند له خوا «د اړو مهاجرو د کورنۍ یوځای کیدو» تر عنوان لاندي قانوني طرحې هرکلی کړی.
د آلمان د کشیشانو کمیسارۍ شورا مشر کارل یوستِن، هم په دې اړه وویل: «دا د بشردوستې مسئله ده».
دغه مهاجر «فرعي حفاظت» ترلاسه کوي چې نه د سیاسي مهاجر په توګه منل کیږي او نه هم د ژنيو کنوانسیون له مخې د مهاجر په نوم په رسمیت پیژندل کیږي، خو د ځنو دلایلو، د بیلګې په توګه اعدام یا شکنجې د مجازاتو له ویري بیرته خپل هیواد ته نه استول کیږي.
دغه مهاجر په لومړي سر کې یو کلنه اقامه یا په آلمان کې د پاتېدو اسناد ترلاسه کوي، چې وروسته بیا د تمدید وړ وي.
د پناه غوښتني قانون د دویمې بستې پر بنسټ چې د ۲۰۱۶م کال د مارچ له میاشتې راهیسې د اجرا وړ دی، د دې کټه ګورۍ له مهاجرو سره د کورنۍ یوځای کیدل د دوو کلونو له پاره ځنډول شوي دي. برعکس د آلمان ښارونه او ناحیې بیا د دې نافده قانون لغو کیدل ردوي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: