1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «فرونټکس -۲» د نوي ماموریت پیل

۱۳۹۵ مهر ۱۵, پنجشنبه

لازیات کارکونکي، ښه تجهیزات او ډیر ځواک: د اروپایې اتحادېې د بهرنېو سرحدونو او ساحلونو د ساتنې نوي اروپایې چارواکي خپل کار پیلوي.

https://p.dw.com/p/2Qy8s
د سرحدونو او ساحلونو د ساتنې تر څنګ دغه ماموریت دنده لري چې مهاجر په سمندر کې له ډوبیدو وژغوري
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د اروپایې اتحادیې د کورنیو چارو کمیسار دیميتريس آوراموپاولوس، د ترکیې او یونان په سرحد کې د اروپایې سرحدونو او ساحلونو د ساتنې ماموریت مسئولیت بلغاریایې کپتان اندرییوو ته وسپاره. آوراموپاولوس په دې هکله وویل: «نن د اروپایې سرحدونو د تنظیم په تاریخ کې یو نوی پړاو پرانيستل شو.»

نوموړي زیاته کړه چې:«سر له همدا اوس څخه د اروپایې اتحادیې د یوه غړي هیواد بهرني سرحدونه د ټولو غړو هیوادونو بهرني سرحدونه دي.» نوي سرحدي او ساحلي ساتونکي به پياوړي او په بهتره توګه مجهز وي. د دغې ادارې نوي او پخوانې اجرایه مشر په خبره د سرحدونو او ساحلي ساتنې نوی اداره په حقیقت کې د فرونټکس د ادارې د لمن پراخیدل دي.

د بیړنې عملیاتو ډله

د فرونټکس په نوم د اروپا د بهرنیو سرحدونو د ساتنې اداره د لسو کلونو راهېسي د نړیوالو سرحدي ځواکونو ملاتړ کوي. خو د اروپایې اتحادیې په اند د مهاجرت د بحران پر مهال دغه ماموریت له خپلو امکاناتو سره ځان ډیر کمزورې ثابت کړی دی. نوی آژانس به د نورو تر څنګ ۱۵۰۰ اساسي ځواکونه ولري چې ۲۲۵ تنه په کښې آلمانان دي. ویل کیږي چې د بیړنیو عملیاتو دغه ځواکونه به د پنځو کاري ورځو په جریان کې عملیاتو ته چمتو شي. لکه د فرونټکس په څیر د دغه نوي آژانس مقر به هم په وارسا، کې وي.نk,k

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزير هم د دغه آژانس د ماموریت د پیل هرکلی کړی دی. په اروپا کې دننه د آزاد سفر د ګټو په پام کې نیولو سره باید بهرني سرحدونه په ښه توګه کنترول او حفاظت شي او د هر ډول قاچاق مخه ونيول شي. دیمیزیر د یوې اعلامیې په ترڅ کې په دې برخه کې وویل چې د هغه  وزارت د دغه اقدام څخه له سره ملاتړ کاوه. 

د اروپا د اتحادیې د بهرنیو سرحدونو او ساحلونو د ساتنې هدف «د سرحدي پولو ټولیز مديریت» دی. په دې کې نه یوازې د سرحدونو کنترول، بلکې د انساني قاچاقبرانو تعقیب او همدارنګه خپلو اصلي هیوداونو ته د مهاجرو بیرته ستنول شامل دي.

د سرحدونو او ساحلونو د ساتنې تر څنګ دوی دنده لري چې مهاجر په سمندر کې له ډوبیدو وژغوري او پناه غوښتونکي مهاجر اړونده ځایونو یا ادارو ته رهنمایي کړي. دغه اداره باید مخکې له مخې یو خطر تحلیل او تجزیه کړي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب