د کډوالو د کړکیج په برخه کې له بلغاریا سره د مرستې غوښتنه
۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبهد فرنټکس یا د اروپا د سرحدونو حفاظت او هم غږۍ سازمان مشر فابریس لګري، د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۹) د «دي ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «د بالکان مسیر د بندیدو په پام کې نیولو سره د مهاجرو لارې بدلې شوي دي. اوس ډیر مهاجر له یونان او ترکیې څخه بلغاریې ته رازي.» له همدې امله بلغاریا د اروپا د باندنیو سرحدونو د حفاظت په موخه مرستې ته اړتیا لري.
لګري زیاته کړه: «موږ په اوس وخت کې په بلغاریا کې شاوخوا ۱۱۲ کارمندان استخدام کړي دي، خو لږ تر لږه ۱۰۰ نورو ته اړتیا لرو.» د هغه په خبره، خو اوس په بلغاریا کې د مهاجرو شمیر چې تیر کال یې موږ د بالکان په لویدیځ کې شاهدان وو، لوړ نه دی.
د بلغاریې لومړي وزیر بویکو بوریسوف، د اونۍ په پای کې"فرانکفورته الگماینه سایتونگ" آلمانۍ ورځپاڼې ته شکایت وکړ چې هیواد یې د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدي پولو د حفاظت په برخه کې عملاً یوازې پریښودل شوی دی.
د بلغاریې لومړي وزیر زیاته کړه: «موږ نه پوهیږو چې په خپلو سرحدي پولو کې به د مهاجرو د فشار پر وړاندې تر څه مودې پورې مقاومت وکولی شو.»
فرونټکس د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د هم غږۍ او حفاظت مسئولیت په غاړه لري چې د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو له خوا یې ملاتړ کیږي. فرونټکس دې موخې ته د رسیدولو له پاره د دغې اتحادیې د غړو هیوادونو د ملي پوځ عملیات رهبري کوي. د بیلګې په توګه فرونټکس دغو هیوادونو ته د غیرقانوني مهاجرت مخه نیسي.