1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي عربستان په مشري ایتلاف په تور لیست کې شامل شو

۱۳۹۵ خرداد ۱۴, جمعه

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پر پوځي ایتلاف باندې نیوکه کړې او ویلي یې دې چې دغه ائتلاف د جګړو پر وخت د ماشومانو د وژلو او معیبولو له کبله په تور لیست کې داخل شوی.

https://p.dw.com/p/1Izsx
Saudi-Arabien Bekanntgabe Anti-IS-Allianz - Mohammed bin Salman
انځور: Reuters/Saudi Press Agency

د ملګرو ملتونو له خوا په پنجشنبې ورځ خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې دغه ائتلاف تیر کال د ۶۰ سلنه وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو مسوول وو. په رپوټ کې راغلي دي چې په دغو جګړو کې ۵۱۰ تنه ماشومان وژل شوي او ۶۶۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو رپوټ دغه راز ویلې دي چې دغه ائتلاف پر ښوونځيو او روغتونونو باندې نیمایي بریدونه تر سره کړي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې د تیر کال په مارچ میاشت کې د حوثي یاغیانو او د یمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفا ځواکونو پر ضد خپله جګړه پیل کړه. ائتلاف دغه جګړه د پخواني ولسمشر صالح لخوا چې ویل کیږي د ایران ملاتړ له ځانه سره لري د واک د بیا ترلاسه کولو د مخنیوي په موخه پيل کړه.

په رپوټ کې د بان کیمون په حواله ویل شوي دي: «د ماشومانو پر وړاندې جدي زور زیاتۍ په بې سارې توګه د پراخیدونکې شخړطې له کبله زیات شوی دی.»

بان کیمون په رپوټ کې ویلي دي چې په یمن کې پر ماشومانو باندې د بریدونو له کبله حوثي یاغیان او د سعودي عربستان په مشري ایتلاف، په نوملړ کې شامل شوي دي.

حوثي یاغیان، د یمن حکومتي ځواکونه او د یمن حکومت ته وفا داره جنګیالي له پنځو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل دي. په عربي نیمه ټاپو کې د القاعدې څانګه هم په دې نوملړ کې شامله ده.

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان د استازي په دې اړه له خبري آژانسونو سره خبرې نه دي کړې. 

د ملګرو ملتونو په تور لیست کې هغه ډلې شاملیږي چې «ماشومان جګړې ته ګوماري، له ماشومانو سره جنسي تاوتریخوالي کوي، ماشومان وژني او یا یې هم معیوبوي، پر ښوونځیو او روغتونو باندې بریدونه کوي، تر محافظت لاندې پر وګړو بریدونه کوي او یا هم هغوی ګواښي او یا دا چې ماشومان برمته کوي».

په دغه رپوټ کې تیر کال د افغانستان په کندز ولایت کې پر یو روغتون د هوايي مرګوني برید یادونه هم شوي، که څه هم رپوټ وايي چې دغه برید د «نړیوالو ځواکونو» لخوا ترسره شوی وو خو د امریکا متحده ایالاتونه په تور لیست کې شامل کړل شوی نه دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د یمني یاغي ډلو تر څنګ، په افغانستان، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، د مرکزي افریقا جمهوریت، عراق، مالي، میانمار، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، سوریه، کولمبیا، نایجریا او فلیپین هیوادونو  ډلو نومونه هم ذکر شوي دي.

د افغانستان، کانکو دموکراتیک جمهوریت، سومالیا، میانمار، سویلي سوډان، سوډان او سوریې هیوادونو دولتي ځواکونه هم د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شوي دي.

بان کيمون هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړې هیوادونه دې په همغږۍ او د نړیوالو قوانیو له مخې د تاوتریخوالي د له منځه وړو او د سولې او امن په راوستلو کې ګډه ونډه واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب