1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د اوربند په برخه کې د همکارۍ غوښتنه

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په سوریه کې د اوربند له پاره هڅې گړندۍ کړي دي. دوې میاشتې مخکې د امریکا او روسیې په منځگړتوب رامنځ ته شوی اوربند له سخت گواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1Igt1
انځور: Reuters/D.Balibouse

د دوشنبې په ماښام په ژنیو کې د خبرو پر مهال جان کیري پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د سوریې د اوربند بیرته ټینگولو په پلان کې پرمختگ شوی دی، خو د جزئیاتو په هکله روسیه او متحد ایالات باید خبرې اترې وکړي.

جان کیري د سعودي عربستان له سفیر عادل الجبیر، او د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي ستیفن دیمیستورا سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل چې دوی هیله من دي، خو لا کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د واشنگټن او مسکو په منځگړتوب رامنځ ته شوی اوربند له گواښ سره مخامخ دی او کیري خبردرای ورکړی دی چې لا وختي دی څو د دغه اوربند د بریا ژمنه ورکړل شي.

د متحدو ایالاتو نوموړي جگپوړي دیپلومات د سوریې په حلب ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون په وروستي کې د سوریې پوځ گرم وباله. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د دغه دوهم ستر ښار پر سر جگړو زور اخیستی.

د کیري د خپلو څرگندونو له مخې روسیه او ایران چې د سوریې د وسله والو ځواکونو ملاتړ کوي باید د بشارالاسد حکومت د اوربند مراعاتولو ته واداره کاندي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په خبره امریکا متحد ایالات او متحدین به یې په اصطلاح د «منځلارو پاڅون کوونکو» ملاتړ ته ادامه ورکړي او بل اړخ هم باید دغه کار وکړي.

د خبرو اترو د بېرته پیلیدو هلي ځلي

په عین وخت کې لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د اپریل میاشتې له ۲۲ نېټې راهیسې د حلب په تقسیم شوي ښار کې د ۵۰ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۵۳ تنه وژل شوي دي.

دغه مرگ ژوبله د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون، پر هغې غوښتنې سربیره رامنځ ته شوې ده چې د حلب ښار په گډون یې په نورو سیمو کې د اوربند د ټینگښت په برخه کې کړې وه.

روسیې او د اسد ځواکونو او متحدینو یې په حلب ښار کې د النصره جبهې، پرضد عملیاتو څخه گټه اخیستې ده. د فبروري میاشتې د ۲۷ نېټې په اوربند کې د النصره جبهه، چې القاعدې ترهگرې شبکې سره نزدې اړیکي لري نه وه شامله.

د سوریې شخړه په ۲۰۱۱م کال کې د حکومت ضد احتجاجونو په زوره له سرکوبولو څخه پیل شوه. اوس دغه شخړه په یوې پیچلې او څو جبهه یي جگړې باندې اوښتي ده چې پکښې بهرني جنگیالي هم برخه لري او فرقه یي بعدونه یې هم خپل کړي دي. په دغه جنگ کې تر اوسه تر۲۷۰ زرو زیات انسانان وژل شوي دي او په میلیونونو له خپلو کورونو بې ځای شوي دي.

په ژنیو کې تیره میاشت د سوریې کړکیچ په هکله په خبرو کې پرمختگ و نه شو، که څه هم د ملگرو ملتونو دیپلوماتانو هیله ښوولې وه چې ښایي دغه خبرې اترې به راتلونکي میاشت پېل شي.