1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د خپلو وطنوالو د وینې غچ اخلو»

۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ارگ مخې ته د روان لاریون په غبرگون کې په یوه تلویزوني بیانیه کې وویل چې د خپلو وطنوالو د وینې غچ اخلي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ و نه کړي.

https://p.dw.com/p/1H46p
Afghanischer Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

د چهارشنبې په ورځ د ارگ مخې ته د پراخ لاریون پر مهال د ځینو شعارونو په ترڅ کې پر حکومت او په ځانگړې توگه پر ولسمشر او اجرائیه رئیس باندي نیوکې وشوې، چې د برمته شوو کسانو پر آزادولو نه دي توانیدلي.

افغان ولسمشر د «افراطي جنایتکارو عناصرو» په لاس د افغانانو د سر پریکولو په هکله خپله ژوره خواشيني وښووله او زیاته یې کړه: «زموږ دښمنان غواړي چې د داسې پیښو په رامنځ ته کولو سره چې قومي او سیمه ییز رنگ ورکړي یووالی او ورورگلوي له موږه واخلي.»

اشرف غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «یووار بیا ستاسو سره خپله ژمنه تکراروم چې موږ به له داعشیانو، طالبانو او د بلې هرې تروریستي ډلې چې په دغسې جنایاتو کې شریکه وي، د خپلو شهیدانو د وینې غچ واخلو.»

افغان ولسمشر مسوولینو ته لارښوونه کړې ده چې د دغو اوو کسانو د سر پریکولو عاملین وپیژني، ویې نیسي او په سخته جزا یې ورسوي.

اشرف غني په خپله دغه بیانیه کې د برمته شوو کسانو د آزادولو په برخه کې د بې کفایتۍ تورونه رد کړل او ویې ویل چې لار ښوونه یې کړې وه چې د دغو کسانو د خوندیتوب او آزادیدو له پاره ټولې ممکنې هڅې وشي.

محمد اشرف غني روښانه کړې ده چې دوه وارې د برمته شوو کسانو د آزادیدو له پاره عملیات وشول او «دښمن په دې موده کې تر ۵۶ وارې زیات برمته نیونکي په نورو ځایونو کې ځای پر ځال کړل، څو د ځواکونو د لاس رسي او عملیاتو له پوښښ څخه لیرې وي.»

خو له دې سره سره هم د ارگ د دروازو تر شا لاریون ادامه لري. احتجاج کوونکي وایي چې تر څو یې غوښتنو ته ځواب نه وي ویل شي، همدلته به پاته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب