1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په زابل کي له ۷ تنو سرونه پرې کړي دي

۱۳۹۴ آبان ۱۸, دوشنبه

د زابل ولايت چارواکو ويلي دي چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» يا داعش اووه تنه يرغمل کړي چي درې تنې ئې ښځي وې په ډېري بې رحمۍ سره سرونه ځني پرېکړي دي. په زابل کي د طالبانو او داعش ترمنځ سخت جنگ روان دئ.

https://p.dw.com/p/1H22g
انځور: DW

د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال غلام جيلاني فراهي د يکشنبې په ورځ ويلي دي چي پوليسو د قربانيانو جسدونه موندلي دي.

وژل سوي کسان د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د غزني ولايت د گيلان ولسوالۍ له رسنه سيمي څخه تښتول سوي ول.

فراهي ويلي دي: «د داعش جنگيالیو دغه کسان په ډېري بې رحمۍ وژلي دي. د هغوی جسدونه اوس د شاه جوی ولسوالۍ روغتون ته انتقال سوي دي.»

فراهي ويلي دي چي وژل سوي کسان هزارگان دي او پوليس اوس د پيښي په اړه پلټني کوي. په ټولنيزو رسنيو کي خپاره سوي انځورونه ښيي چي د وژل سوو کسانو غاړي پرې سوي دي.

د جاغوري ولسوال ظفر شريف، هم تائيد کړې ده چي وژل سوي کسان د غزني ولايت اوسېدونکي ول او د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کي وژل سوي دي.

تيره ورځ د زابل ولايت چارواکو په دغه ولايت کي د طالبانو ترمنځ د جگړې خبر ورکړ. ويل کيږي چي په دغه جنگ کي د ملا رسول ډله چي اوس ځان له طالبانو بېل گڼي له داعش سره يو ځای سوې ده.

د زابل د والي وياند گل اسلام سيال ويلي دي چي جنگ اوس د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ دئ: «دا چي ولسوالي د طالبانو په کنترول کي ده موږ نسو ويلای چي يرغمل سوي کسان کومي ډلي وژلي دي.»