1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انسباخ پیښې عامل له داعش سره تړاو لاره

آژانسونه/ م.ک.ص۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

د آلمان په انسباخ ښار کې د یکشنبې په ماښام د بمي چاودنې وژل شوی عامل له اسلامي دولت ډلې سره تړاو لاره. چارواکو ویلي چې د برید کوونکي په موبایل کې داسې یوه ویډیو موندل شوې چې هغه په کې د «خدای په نوم» د یوې حملې ګواښ کوي.

https://p.dw.com/p/1JVp5
Bayern Ansbach Selbstmordanschlag Ermittlungen Spurensicherung Polizei
انځور: Reuters/M.Rehle

د یکشنبې ورځ په ماښام د آلمان په انسباخ ښار کې یوه سوریايي مهاجر بمي چاودنه ترسره کړه چې خپله په کې ووژل شو او ۱۶ تنه نور یې ټپیان کړل.

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هرمن وویل چې د پیښې عامل په یوه ويډیو کې چې د هغه له ګرځنده تلیفون څخه موندل شوې، په داسې حال کې لیدل کې چې هغه په کې د آلمانیانو پر ضد د یوې حملې ګواښ کوي.

د هرمن په خبره دغه کس ګواښ کړی وو چې له آلمانیانو څخه به خپل غچ اخلي، او هغه ځکه چې «آلمانیان مسلمانان وژني». د ویډیو د متن په لومړني ترجمه کې راغلي دي چې عامل خپل دغه تصمیم د «خدای په نوم» ترسره کوي.

د بم جوړولو له پاره مواد

هرمن وویل چې د مهاجرو د کمپ له هغه ځای څخه چې دغه ۲۷ کلن سوریايي مهاجر په کې اوسیده د تلاشۍ پرمهال، زیات داسې مواد ترلاسه شوي دي، چې کیداي شي د بمونو په جوړولو کې وکارول شي.

د پولیسو د مشر مرستیال رومان فرتنیګر، ویلي دي چې پولیسو له ډيزلو یوه ډکه ګیلنه،هایدرو کلوریک اسید، د الکهول پاکونکی مواد، د لحیم کارۍ وسایل، سیمونه، بطرۍ او د تیږو ټوټې موندلې دي.

د فرتیګر په وینا پر دغو شیانو سربیره د یاد سوریايي مهاجر د اوسیدو له ځایهپه ترلاسه شوي لپ ټاپ کمپیوټر کې داسې انځورونه هم لیدل شوي چې په کې د تاوتریخوالو توصیف شوی او ښيي چې د «اسلامي دولت» ډلې سره تړاو لري.

۱۵ تنه ټپيان

وژل شوي سوریايي مهاجر د یکشنبې په ورځ ( د جولای ۲۴مه) ماښام، د آلمان د بایرن ایالت په انسباخ ښار کې په یوه راڼه میدان کې چې د موسیقۍ یو فیستوال په کې ترسره کیږده، خپل په لاس جوړ شوي ماین ته چاودنه ورکړه.

د پولیسو په وینا په چاودنه کې خپله دی ووژل شو او ۱۵ تنه نور ټپيان شول چې په ډله کې یې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د معلوماتو له مخې وژل شوی سوریايي مهاجر په لومړي ځل دوه کاله مخکې آلمان ته راغلی وو. هغه د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کې آلمان ته د پناه غوښتنې درخواست وړاندې کړی وو.

د دیمیزر په وینا یاد سوریایي مهاجر د هغه د کاغذونو له مخې ۲۷ کلن پیژندل شوی. هغه مخکې په بلغاریا کې د مهاجر په توګه منل شوی وو او په پام کې وه چې بیرته دغه هیواد ته واستول شي.

په آلمان کې د وروستیو بریدونو په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل