1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیس: آلمان ته د داخلیدونکو مهاجرو کنترول دې سخت شي

آژآنسونه / ش.ر.ن.۱۳۹۵ مرداد ۴, دوشنبه

د آلمان د پولیسو اتحادیې مشر آلمان ته د داخلیدونکو مهاجرو د کنترول لا زیاتولو غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي چې د هغو انسانانو چې آلمان ته راځي نه هم هویت روښانه دی او نه هم د هغوي رواني او فزیکي حالت.

https://p.dw.com/p/1JVZK
Deutschland Frankreich Grenzkontrolle Bundespolizei
انځور: Getty Images/AFP/F. Florin

د آلمان په انسباخ ښار کې تر ځانمرگي برید او د رویتلینگن په ښار کې د یوې المانۍ میرمنې تر وژل کیدو وروسته، د آلمان د پولیسو اتحادیې مشر راینر ونت، دغه هیواد ته د ننوتونکو مهاجرو د سخت کنترول غوښتنه کړی. هغه د دوشنبې په ورځ یوه راډویوې خپرونې ته وویل: «د هغو کسانو چې موږ ته رازې نه هم هویت او نه هم رواني وضعیت مونږ ته روښانه دی».

راینر ونټ وویل: «موږ په دې ورځو کې د دې شاهدان یو چې رواني بې ثباتي، تروریزم او د قانون خلاف عملونه سره گډ شوي دي.» نوموړي زیاته کړه چې مهاجرو ته د ځای ورکولو او د هغوې ستونزو ته د رسیدگۍ تر څنگ موږ باید معلوم کړو چې کوم کسان زموږ هیواد ته رازي. نوموړي زیاته کړه چې د دغو انسانانو او د دوی د خطرناک والي په برخه کې باید په دقیق ډول څیړنه وشي.

د یکشنبې په شپه یوه ۲۷ کلن سوریایې مهاجر د موسیقۍ د یوه نندارتون مخې ته ځان پورې چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او ۱۲ تنه یې ټپیان کړل. د دریو تنو ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د پولیسو په وینا دوی په دې هکله څیړنه کوي چې آیا دا د اسلامي انگیزې درلودونکی یو ځانمرگۍ برید وو او که څنگه؟

مخکې تر دې یو ۲۱ کلن سوریایې مهاجر د آلمان په رویتلینگن ښار کې(بادن ـوورتِمبِرگ ایالت) یوه ښځه په چاقو ووژله او پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.

پولیسو ویلي دي چې په دې اړه هیڅ داسې شواهد وجود نه لري چې دغه پیښه دې د افراطیت پس منظر ولري. پولیس گمان کوي چې قرباني شوې میرمنې او دغه سوریایې مهاجر یو بل سره پيژندل.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(27.01.2016):