د افغانستان د خپلواکۍ ورځ
۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعهانیس ورځپاڼي د ليکوال په اند ، ټولواک امان الله خان، هغه څوک چې د افغانستان خپلواکي يې ترلاسه کړه ، اصلاحات تر ننه پورې په بشپړ ډول نه دي سپين شوي .
د ملي ارمان ورځپاڼې بيا په يوې اوږدې ليکنه کې د افغانستان خپلواکي څيړلې ده اواوسنى افغانستان يې له يو کړکيچ سره مخامخ بللي دي .
د مقالې ليکوال د نړيوالو مرستو بې ځايه لگول،دوړتيا نشت والى او بې وزلي دخپلواکۍ په وړاندې دگواښونو په توگه ياد کړي دي .
د اصلاح ورځپاڼې بيا د زمري ٢٨مه نيټه د افغانستان د ملي ورځې په توگه ياده کړې ده او ټينگار يې کړى چې ددغې ورځې ساتنه دپرمختيا او پراختيا په ولکه کې ده .
د انيس ورځپاڼې په شعار ډوله جملو ازادي ستايلې ده او د افغانستان خلک يې د خپلواکۍ غوښتونکي او هيوادپال بللي دي .
د اگاه اونيزې د خپلواکۍ جشن د يو والي او گډون بيلگه گڼلې ده او له افغانانو يې غوښتي دي چې روانو ستونزو ته له پام پرته د افغانستان له دولت سره د زړه له کومي مرسته وکړي چې د ليکوال په اند د نړيوالې ټولنې له شتون څخه افغانستان ښه گټه واخلي اود پرمختگ لپاره يې وکاروي .
په ورته وخت کې له کابل څخه یوې بلي خپریدونکي ورځپاڼي ویسا هم یو شمیر مقالي د ازادۍ د جشن په باب خپري کړي دي.
ویسا لیکي چې دا ورځ په ډیرو خواریو تر لاسه شوي او باید یې په ساتلو کې هر افغان تر خپلي وسي پوري کار وکړي.