1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د لانجی د حل لپاره نوی فکر پکار دی

۱۳۸۹ آذر ۲۶, جمعه

آيا د افغانستان د وضعيت په هکله د پرمختګ لومړي رپوټ «رښتيی او له واقعيت» سره سم ؤ، څرنګه چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله پرون وړاندی کړ؟ دی پوښتنی ته رتبيل شامل آهنګ په یوه تبصره کی ځواب ورکوی

https://p.dw.com/p/QeBP
د آلمان غږ راډيو د افغانستان د څانګی مشر رتبيل شامل آهنګ
د آلمان غږ راډيو د افغانستان د څانګی مشر رتبيل شامل آهنګانځور: DW

دي پوښتني ځواب « نه!» دی. «نه!» په دي وجه دي چي له ډيرو ستونزو او د واقعيت سره سم تحليلونو څخه سترګي پټي شوي دي. يو سوداګر څرنګه کولاي شي چي يو نابوده جنس وپلوري؟ په يو شرقي بازار کي سوداګران هغه يو څوک استخدام کوي چي ښيي چيغي وکړاي شي او د يو نابوده جنس بازار تود کړي. البته د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله د دغه هيواد په پارلمان کي کله چي د افغانستان د وضعيت په هکله د خپل حکومت بيان وړاندي کړ، دغسی یو هوښيار او د استعداد خاوند سوداګر نه ؤ. که څه هم د آلمان پارلمان په يوی شرقي نړي کي قرار نه لري او نه هم د هغه بحث او خبري په يو شرقي بازار کي صورت مومي. خو ښه به دا وه چي د افغانستان په هکله بحث په پوره ليوالتيا سره سرته رسيدلاي واي.

وستريله چي د آلمان د کورني او د خپل ګوندي سياست له امله تر فشار لاندي دي، داسي وښودله چي ګواکی په هر څه باندي کنترول لري. که څه هم د آلمان دغه سياست وال يوه ډير تکړه او لیوال وينا کونکي دی، خو په دغي وينا کي له هغه څخه دغه نه تکړه توب او نه هم ليوالتيا ولیدل شوه. ښايي وجه دا وي چي د بهرنيو چارو وزير د ويلو لپاره ډير زيات څه نه درلودل او يا يي نه شو کولاي چي بيان يي کړي. څرنګه د افغانستان په هکله د آلمان د فدرالي حکومت د سياست لپاره د آلمان د ولس رای ورکونکي قانع کړاي شي ؟

کابو نهه کاله مخکي د آلمان سرتيري له امريکايانو سره د خواخوږي او ملاتړ د ښودلو لپاره هغه یو هيواد ته مخه کړه چي له نژدي ور سره ډيره زياته پيژند ګلوي یی نه درلوده. د آلمان او افغاسنتان خلکو ته وعده وشوه چي نړيوال سرتيري افغانانو ته امنیت، سوکالي او ديموکراسي ور په برخه کوي. په هغه وخت کي دا ډير ستر هدفونه ؤ او ډيرو تري ستاينه کوله. خو دغه ستر هدفونه يواځي شعار پاتي شول او د عمل په ډګر تر اوسه پوري چا نښه او نښانه نه ده ليدلي. حتي د دي هدفونو د خلاف یو وضعيت سره مخامخ يو. افغانستان له پخوا څخه زيات بي وزلي شوي، په اختلاس او اداري فساد کي دومره ډوب دی چي د نړيوال شفافيت د ارزوني په شاخص کي دوهم مقام لري او لا تراوسه د ترياکو ستر توليدونکی هيواد پاتی دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ویله پرون د آلمان په فدرالی شورا یا بوندستګ کی د افغانستان په هکله د خپل حکومت له وینا وروسته په فکر کی ډوب دی
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ویله پرون د آلمان په فدرالی شورا یا بوندستګ کی د افغانستان په هکله د خپل حکومت له وینا وروسته په فکر کی ډوب دیانځور: dapd

په امنيتي برخه کي هم افغانستان ته سړي د برياليتوب نمري نه شي ورکولاي. له کابو د 700 نړيوالو سرتيرو د وژلو کيدو سره 2010 کال د ناتو لپاره تر بل هر وخت خونړي ؤ. په ورستيو کلونو کي د افغانستان حکومتي تأسيسات نه، بلکه سيمه ايز جګړه ماران پياوړي شوي دي چي په خپل زور او هغه هم تر زياتي کچي له وحشت څخه د کار اخيستو سره د خلکو د ورځني ژوند برخه ليک ټاکي. له اقتصادي پلوه هم افغانستان لا خاوروايرو سره برابر دي. د ملګرو ملتو د معلوماتو له مخي، کابو 7 مليونه افغانان په سږني ژمي کی د خوراکي توکو مرستو ته اړ دي.

البته د آلمان د بهرنيو چارو وزير وسترويله دا خبره صحيح ده چي وايي په افغانستان کي د آلمان ماموريت «ضروري او مهم» دي. که چيري له دي ماموريت څخه مخ واړول شي بديل يی څه دي: نړيواله ټولنه له افغانستان څخه وځي او دا هيواد طالبانو او د هغو متحدينو لکه د القاعدي تروريستي شبکي ته پريږدي؟ او بيا به څه کيږي؟ آيا په آلمان او د نړي په نورو برخو کي به خلک آرام خوب ولري؟ ښکاره خبره ده چي نه! ډير ژر به افغانستان بيرته د نړيوال تروريزم په ځاله بدل شي.

البته د بهرنيو چارو وزير وسترويله دا خبره هم صحيح ده چي وايي د ډيرو ستونزو سره سره په افغانستان کي ځيني پرمختګونه شوي دي. نه يواځي د ښووني او روزني او روغتيايي خدماتو په سکتور کي بلکه په بنسټيزو مواصلاتو کي هم پرمختګونه شوي دي. خو دا پرمختګونه بسيا نه کوي چی له يو «ناکام دولت» څخه دی د يو سياسي او اقتصادي ثبات لرونکي سيستم جوړ کړي.

په آلمان کي دا خبره ښايي د خلکو په غوږو باندي ښه ولګيږي چي وستر ويله بالاخره له افغانستان څخه د د وتلو لپاره يو نيټه وټاکله: « د 2011 کال په پاي کي به آلماني سرتيري له افغانستان څخه بيرته خپل وطن ته ستنیدل پيل کړي.» خو د افغانستان د ناخوال امنيتی وضعيت په پام کي نيولو سره ښايي په دغي ژمني باندي عمل کول سخت وي. هغه څه چي د بهرنيو چارو وزير پری سکوت کوي دوه دي: لومړي په افغانستان کي ښايي دغه ماموريت د هغه څخه هم زيات دوام پيدا کړي چي د پيښي اړخونه يي غواړي. دا چي څه موده، سړي اوس څه ويلاي نه شي. دوهم دا چي په افغانستان کی وروسته له دي څه کيږي، نه د آلمان او نه هم د متحده ايالاتو حکومت کوم پلان لري.

برلين او واشنګتن دواړه پوهيږي چي د پاکستان ، ايران، هند، چين، سعودي عربستان او روسيي له همکاريو پرته د افغانستان د لانجي حل ممکن نه دی. دغه هيوادونه له يو بل سره په سختي سيالي کي ښکيل دي. نو له دي امله د افغانستان د لانجي حل يو بنسټيزاقدام ته اړتيا لري چي د ټولو سيمه ايزو قدرتونو او د افغانستان د ګاونډيو ګټي په پام کي ونيسي. خو تر اوسه پوري نه د امريکا متحده ايالاتو او نه د آلمان حکومت د دغه اقدام په هکله فکر کولو ته تيار دي.

تبصره: رتبيل شامل آهنګ

ژباره: عبدالباری حکيم