1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي دولت ډلي پرضد جنگ کي بريا

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۴, یکشنبه

د کوردانو «پېشمرگي» جنگیالیو او عراقي پوځ د عراق په شمال کې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» جنگیالي له دوو ښارونو څخه پر شا کړي دي. د سوریې په کوباني ښار کې کوردي جنگیالي لا هم د ملاتړ د تر لاسه کولو په انتظار دي.

https://p.dw.com/p/1DcHk
انځور: DW/S. Hurami

کوردي جنگیالیو له «اسلامي دولت» ډلي سره تر اوونیو جگړو وروسته د عراق په شمال کې د زومار ښار ولکه کړی دی. د کوردي «پېشمرگي» جنگیالیو یوه تن جنرال ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو هوایي بمباریو د زومار ښار له مرکز او نورو یوولسو کلیونو څخه د اسلامي دولت ډلي جنگیاليو په پر شا کولو کې مرسته وکړه. د زومار ښار د افراطي اسلامپالو له خوا د نیول شوي ښار موصول شمال لویدیځ په ۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دغه ښار اسلامپالو افراطیانو د روان میلادي کال په جون میاشت کې ولکه کړی وو.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د تعرض په پيل کې د عراقي ځواکونو تر پر شا کیدو وروسته د زومار ښار اشغال کړی وو. خو د دغي افراطي ډلي له خوا د نورو سیمو تر لاندي کولو وروسته کوردي جنگیالي دې ته مجبوره شول چې د عراق په شمال کې د کوردانو خپلواکمنو سیمو ته بیرته وروگرځي. تر هغه وروسته کوردي جنگیالیو په کرار کرار، د دغه ښار پر بیرته نیولو پېل وکړ.

له ستراتيژیک لحاظه مهم ښار

لکه څرنگه چې د عراق پوځ خبر ورکړی دی د دغه هیواد عسکرو او شعیه ملېشو د پلازمېني بغداد سویل ته پروت د جرف الصخر ښار بیرته نیولی دی. زیاته شوې ده چې د افراطي ډلي اسلامي دولت جنگیالي دغه ښار ته نزدې کلیو ته تښتیدلي دي. د پوځ په وینا اوس باید په دغو ځایونو کې د افراطي جنگیالیو پر وړاندي اقدامات وشي. خو دغه خبر د آزادو سرچینو له خوا تائید شوی نه دی. د پوځ د معلوماتو له مخي په دغه نښته کې ۶۷ عسکر او شعیه داوطلب او همداشان د افراطي ډلي اسلامي دولت، ۳۰۰ تنه جنگیالي وژل شوي دي.

په جرف الصخر کې د حکومتي ځواکونو بریا، د پلازمینې بغداد پر لور د اسلامي دولت ډلي د پرمختگ مخه نیولای شي. پر دې سربیره د افراطي اسلامپالو اړیکه له خپل پوخ سنگر انبار ولایت سره قطع شوې ده.

د امریکا متحدو ایالاتو د معلوماتو له مخې دغه هیواد او ډیرو متحدینو یې د جمعې او شنبې په ورځو په عراق کې د اسلامي دولت ډلي پر مورچلو باندي ۲۲ بمبارۍ تر سره کړي دي. زیاته شوې ده چې موصول د برېښنا مهم بند ته څیرمه او په بیجي کې هم هدفونه په نخښه شوي دي. په بیجي کې د عراق د تیلو د تصفیې تر ټولو ستره فابریکه ده.

د ملاتړ اعلان

همداشان د سوریې په کوباني ښار کې کوردانو د نړیوالو هوایي بریدونو هرکلی کړی دی چې د دغه بمباریو په ترڅ کې مهمي سیمي بیرته د کوردانو تر واک لاندي راغلي دي. زیاته شوې ده چې د ښار په څنډو کې کوردي ملېشو د یوې مهمې تپې کنترول تر لاسه کړی دی.

خو دا پوښتنه لا تر اوسه نا حله پاته ده چې د عراق د کوردانو له لوري له کوباني ښاره د دفاع له پاره ۲۰۰ پېشمرگي به څه وخت دغه سیمي ته ورسیږي. د عراق په اېربیل کې د کوردستان د خپلواکمني سیمه ییز حکومت د پېشمرگي وزارت دا خبره رد کړې ده چې گويا د یکشنبې په ورځ د دوی ۱۵۰ سرتیرو غوښتل چې د ترکیې سرحد ته څیرمه دغه سیمې ته سفر وکړي.

دغه وزارت ویلي دي چې په دې هکله د «رووداو» په نوم انټرنیټ پاڼې معلومات سم نه دي. په پام کې ده چې کوردي جنگیالي د ترکیې خاورې له لاري کوباني ته ننوځي. د انقرې حکومت لا تر مخه د دغه کار اجازه ورکړې ده.

همداشان د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ په نوم د اپوزیسیون شاوخوا ۱۳۰۰ پاڅون کوونکي غواړي چې د کوباني ښار د دفاع په برخه کې ملاتړ وکړي. د جمعې په ورځ د سوریې آزادي بخښونکي پوځ د سوریې له حلب ښار څخه د پاڅون کوونکو د لیږولو اعلان وکړ. په دغو پاڅون کوونکو کې معتدله اسلامپالي ډلي هم شاملي دي.

خو د وروستیو ناکامیو سره سره افراطي ډله، اسلامي دولت لا هم د سوریې او عراق یو شمیر سیمې تر خپل کنترول لاندي لري. دغي ډلي هلته اسلامي خلافت اعلان کړی دی. د امریکا متحدو ایالاتو حکومت د اټکلونو له مخې دغه افراطي ډله د نړۍ په کچه تر ټولو ښه تمویلیدونکي ترهگره ډله ده.