1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي له افراطيانو سره د ښځو لېوالتيا ډېره سوې؟

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۱, پنجشنبه

ورځ تر بلي له لویدیځو هیوادونو څخه د هغو ښځو او نجونو شمېر پر ډېرېدو دئ چي له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره یو ځای کیږي. د څېړونکو په آند د نجونو د دغي سختي پریکړي تر شا بېلا بېل دلیلونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/1Db1q
انځور: M. Abed/AFP/Getty Images

درو تنو امریکايي نجونو له «اسلامي دولت» افراطي ډلې سره د یو ځای کیدو له پاره خپله نیمایي لاره وهلې وه. خو د تیري اوونۍ په پای کې د آلمان فدرالي پولیسو دغه درې سره نجوني چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو تر منځ دي، د دغه هيواد د فرانکفورت په هوایي ډگر کې توقف او بیرته یې متحدو ایالاتو ته ولېږلې.

که څه هم له اسلامي دولت ډله سره د یو ځای شوو زرونو کسانو په ډله کې په پرتلیزه توگه د ښځو شمیر لږ دی، خو دغه شمیر مخ پر زیاتیدو دی.

څو میاشتې دمخه د آلمان د کونستانڅ، په سیمه کې د یوې ۱۶ کلني زده کوونکي قضیه رابرسیره شوه. هغه په پټه د ترکیې له لاري په سوریه کې د تندرلارو یوه روزنیز کمپ ته تللې وه. د لندن په کنگز کالج کې د ترهگریزو چارو کارپوه کاترینه براون له اروپا څخه د سوریې په کورنۍ جگړه کې د برخه اخیستونکو ښځو شمیر شاوخوا ۲۰۰ تنه اټکلوي. د هغې په وینا د دغې پریکړې له پاره بېلابېل علتونه شته.

نوموړي کارپوهي له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د اسلامي دولت» په نوم ډله یو سیاسي تخیل وړاندي کوي.» د براون په نظر په اروپا کې د اسلام په هکله سیاسي انتقادي بحثونه هم په دې کې مهم نقش لري چې له کبله یې ډیر مسلمانان ځانونه په تجرید کې احساسوي.

نوموړې کارپوهه زیاتوي چې پر دې سربیر ځوانان له ماجراجويي سره لیوالتیا لري. د براون په وینا دغه څه ۷۵ کاله دمخه د هسپانیې کورنۍ جگړې ته ورته والی لري. د هغې په وینا یو شمیر مسلماناني په آگاهانه ډول پر خپل سر د نومول شوي «خلافت» له پاره فعالیت لري. نوموړې کارپوهه زیاتوي: «هغوی غواړي چې د دولت د میندو او یا هم د جنگیاليو د ماينوگانو په څیر د یوه نوي څه برخه وگرځي.»

له اسلامي دولت، سره یو ځای کیدونکي ښځي تر نارينه وو ځواني دي

د آلمان د نوردراین ویستفالن د ایالتي استخباراتي ادارې مشر بورک هارد فرایر، له دغه ایالت څخه سوریې ته د تلونکو ښځو شمیر ۲۵ تنه اټکلوي. هغه په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «دغه ښځي د نارينه وو په پرتله ډیري ځواني دي. د هغوی عمرونه د ۱۶ او ۲۰ کلونو تر منځ دي.»

دغه ټولي ښځې کابو له هغو کورنیو سره تړاو لري چې د کډوالۍ شالید لري. فرایر د دغو ښځو د افراطي کیدو لامل ډول ډول علتونه بولي. د هغه په وینا زیاتره وخت دغه ښځې د نارينه وو په شان له احترام او لارښوني څخه ځان محرومه بولي.

په عراق کي د اسلامي دولت ډلي جنگيالي
په عراق کي د اسلامي دولت ډلي جنگياليانځور: picture-alliance/AP Photo

د نوموړي په وینا پر دې سربیره دا یو ډول احتجاجي کلتور او له خپلو کورنیو څخه د ځانونو د بیلولو یوه غوښتنه هم وي. فرایر زیاتوي: «ځیني داسي انفرادي پېښي هم رامنځ ته شوي دي چې ښځو ویلي دي چې زه په سوریه کې له خپلې اسلامي عقیدي او حجاب سره تر آلمان په ښه شان ژوند کولای شم.»

د افراطي ډلي «اسلامي دولت» زیاتره پلویاني د انټرنیټ له لاري تندلاري توب یا افراطیت ته مخه کوي او د هغو ښځو له خوا چې تر مخه له دغي افراطي ډلي سره یو ځای شوي دي د ویدیوگانو، ویب بلاگونو او فیسبوک د پیغامونو له خوا خپل لور ته راجذبول کیږي.

په دغه ځای کې دوی ته د عملي مشورو پرته د جگړې په سیمه کې د محرومیته د ډک ژوند په هکله تبلیغات کیږي. خو په دغه ځای کې د ښځو د فعالیت له پاره څه نه پاتيږي. ښځي یوازي دوه کاره کولای شي یا دا چې د یوه جنگیالي وفاداره ماينه پاته شي او یا هم یوه مور.

په اساسي ډول ښځي د جنگیالیو په توگه په پام کې نه دي نیول شوي. خو یو شمیر ښځې په ظاهري توگه د تاوتریخوالي په ډکو اعمالو کې ښکیلي دي او یا هم ځانونه د جنگیالیو په توگه وړاندي کوي. کاترینه براون د یوه مالیزیایي ډاکټري نقل قول ته اشاره کوي چې په خپل ویبلاگ کې یې لیکلی دی: «ما خپل ستاتسکوب او وسله کلاشنکوف تر لاسه کړل، نور زه څه غواړم؟» په تیرو اونیو کې کې یو انځور عامه محضر کې وړاندي کړل شو چې پکښې یوه فرانسوۍ له چاودیدونکو توکو سره د ځانمرگې برید کوونکي په شان ښوول شوې وه.

ښځي په ظاهري توگه په جگړو کې ونډه نه لري

د نوردراین ویستفالن ایالت د استخباراتي ادارې مشر بورک هارد فرایر اټکل کوي چې ښځي په جگړو کې ونډه نه اخلي. هغه وایي: «هغوی [ښځي] د سړو د ساتني او ملاتړ له پاره گومارل کیږي.» د هغه په وینا ډیري ښځي په دغه ځای کې بیا پوهیږي، چې له څومره سختو محدودیتونو سره مخامخ دي او د بیرته راستنیدو له پاره بیا ډیر ناوخته شوی وي.

هم د براون او هم د فرایر له نظره د ښځو افراطیت ته مخه کول د مذهب پرځای له سیاست او اعتراض یا احتجاج سره ډیر تړاو لري. د براون په وینا دا حقیقت له هغه ځایه څرگندیږي چې یو شمیر کسان هغه وخت دغه سفر پیلوي چې د اسلام په هکله ډیر سطحي معلومات لري.