د استانبول د غونډي مهمه موضوع، افغانستان دی
۱۳۹۰ آبان ۹, دوشنبهدغه غونډه چي د ۲۰۱۱م کال د نومبر پر دوهمه د ترکيې په استانبول ښار کي جوړيږي هيلري کلنټن او حنا رباني کهر به د هغه ۲۰هيوادونو د لوړپوړو چارواکو څخه وي چه په دغه غونډ کي ګډون کوي.
د استانبول په غونډه کي په پام کي نيول سوې، چي د ۲۰۱۴م کال وروسته د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه خبري وسي.
دا پداسي حال کي چي د ناټو په مشري د ايتلافي ځواکونو ځينو هيوادونو د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په را ايستلو لاس پيل کړی دی.
هيلري کلنټن غواړي، چي په ځانگړې توگه د وريښمو لار د پروژې د غوړيدو هڅي وکړي، چي د افغانستان او پاکستان د اقتصاد او د اوږدې مودې ثبات له پاره خورا مهم ګڼل کيږي.
په ۲۰۰۱م کال د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته په تيره لسيزه کي د افغانستان سره د ميلياردونو ډالرو مرستو سره سره، دغه هيواد اوس هم په نړۍ کي د غريبو هيوادونو په جمله کي شمېرل کيږي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو پر اساس د افغانستان د ۳۰ميليونو نيم نفوس اوس هم د بېوزلۍ تر کچه لا کښته ژوند کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن تيره اونۍ ويلي ول، چي د امريکا متحده ايالات د افغان حکومت سره پر دې کار کوي چي له خپلو ټولو ګاونډي هيوادونو څخه ژمني تر لاسه کړي، چي هغوی د افغانستان خپلواکمني او ددغه هيواد د خاوري بشپړتيا ته احترام وکړي او د سولي د پروسي سره مرسته وکړي.
په پام کي ده چي د استانبول د غونډي تر مخه به د افغانستان، پاکستان او ترکيې تر منځ يوه درې اړخيزه غونډه هم تر سره سي. په دغه غونډه کي ولسمشر حامد کرزی، آصف علي زرداري او عبدالله ګل ګډون کوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو د وزارت په وينا دغه غونډه په خاصه توګه ددي له پاره جوړه سوې، چي د افغانستان او پاکستان تر منځ په همکاريو او خبرو اترو کي پرمختګ وسي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل