1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د استانبول کنفرانس ته تياری نيسي

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

افغان حکومتي چارواکي وايي، چي د استانبول کنفرانس ته چي په پام کي ده د نومبر د مياشتي پر پر دوهمه نېټه به جوړ سي د تياری نيسي. ددې کنفرانس اصلي هدف په اسيا کي د امنيت ټنگول او د اعتماد فضا رامنځ ته کول دي.

https://p.dw.com/p/12oXN
ولسمشر حامد کرزی او د ترکيې جمهوررئيس عبدالله گل
ولسمشر حامد کرزی او د ترکيې جمهوررئيس عبدالله گلانځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان د جارجه وزارت په وينا دغه کنفرانس، چي يو شمېر اسيايي هيوادنونه پکښي گډون کوي د بن په دوهم کنفرانس پوري هيڅ اړه نه لري.

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زی د يکشنبې په ورځ په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل: « د استانبول کنفرانس يو سيمه ييز کنفرانس دی او په سيمه کي د همکاريو پر محور باندي را څرخي.»

 

افغان حکومت په داسي حال کي د استانبول کنفرانس ته تياری نيسي، چي تر دې دمخه هم په افغانستان کي دغه ډول کنفرانسونه جوړ سوي ول، چي تر اوسه يې کومه پايله نه ده څرگنده سوې.

 

خو افغان حکومت پر دې باندي ټنگار کوي، چي د استانبول په کنفرانس کښي به په سيمه کي پر همکاريو باندي ټنگار وسي او اميدواري ورته ډيره ده.

 

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي په خبره د افغانستان په اړه د نورو کنفرانسونو د ناکامۍ يو دليل دا دی، چي په سيمه کي د امنيت د راوستلو او با اعتماده فضا د جوړولو په اړه ټينگار نه و سوی.

 

وياند وويل، چي استانبول د کنفرانس څخه د افغان حکومت اصلي غوښتنه په سيمه کي د امنيت راوستو پر سر ټنگار دی.

 

داسي ويل کيږي، چي د استانبول کنفرانس د بن د دوهم کنفرانس پيلامه ده، چي په پلان کي ده د روان کال د ډسمبر په مياشت کي د افغانستان د راتلونکي لپاره جوړ سي.

 

ويل کيږي، چي د بن په کنفرانس کي به د طالبانو استازي هم گډون وکړي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي په وار وار ويلي دي، چي که طالبان غواړي، په دې نړيواله غونډه کي گډون وکړي نو به دووی په چوکاټ کي ورځي.

 

ولسمشر کرزي څه وخت وړاندي ويلي، چي افغانستان څخه به يوه ډله ورځه نه دوې درې.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل