1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقاني: طالبان بايد په مهمو نړيوالو بڼسټونو کي غړيتوب ولري

۱۴۰۲ دی ۲۷, چهارشنبه

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت، د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني له شارزدافيرې سره د سراج الدين حقاني له ليدني څخه خبر ورکړی دی. دغه وزارت ويلي دي چي حقاني په نړيوالو بڼسټونو کي د طالبانو د غړيتوب غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4bMjl
Afghanistan | Innenminister der Taliban-Regierung Sirajuddin Haqqani
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو ادارې د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د دغه وزارت سرپرست سراج الدين حقاني د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني له شارزدافيرې رافائيلا آيوديس، سره ليدلي او خبري اتري يې ورسره کړي دي. 

په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي په افغانستان کي د اروپايي ټولني دغي چارواکي او سراج الدين حقاني، د هغې ناستي په هکله خبري وکړې چي په پام کي ده په راتلونکي مياشت کي په دوحه کي ترسره سي.

دغه غونډه به د افغانستان په قضيه کي د ذيدخلو هيوادونو په حضور کي په دوحه کي جوړه سي. د دې غونډي هدف او د جوړيدو د څرنگوالي په هکله نور جزيات نه دي ورکړل سوي.

په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي د اروپايي ټولني شارزدافيرې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو او له پاکستان څخه د مهاجرو د جبري ايستلو په هکله خبري اتري کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني، همدارنگه ويلي دي چي «د طالبانو اداره بايد په مهمو بين المللي بڼسټونو کي غړيتوب ترلاسه کړي.»

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني نمايندگي تر اوسه پوري د دغي ليدني کتني په هکله څه نه دي ويلي.

آیا روان کال هم افغانستان په نړیوالو اړیکو کې شا تګ وکړ؟

د طالبانو اداره تر اوسه پوري د يوه هيواد له خوا هم په رسميت نه ده پيژندل سوې. دغه اداره له نړيوالې ټولني سره د رسمي تعامل په لټه کي ده، په تيره بيا په ملگرو ملتونو کي د افغانستان د استازيتوب د چوکۍ د په لاس راوړلو له پاره.

خو نړيوالې ټولني د ټولشموله حکومت رامنځته کول او د بشري حقونو، په خاص ډول د ښځو حقونه، له دغي ډلې سره د عادي اړيکو له پاره مهم شرطونه بللي دي.

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila