1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د حقاني د پاکستاني پاسپورت پر سر بحثونه

امید دیدار
۱۴۰۲ آذر ۱۷, جمعه

یوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی دی، چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پنځه کاله د پاکستان په پاسپورټ ګرځېدلی او آن دوحې ته یې پرې سفر کړی دی، خو طالبان بيا دا خبره نه مني. شنونکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4ZwQB
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانيانځور: Wakil Kohsar/AFP

د «د نیوز» په نوم یوې پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکړی دی چې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پنځه کاله پاکستانی پاسپورت کارولی او په دې پاسپورت یې قطر ته سفرونه هم کړي دي، خو تر اوسه قطر ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه په رسمي ډول کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

«د نیوز» رسنۍ په خپل دې رپوټ کې د پاکستان د معتبرو سرچینو له قوله لیکلي، چې اوس پاکستان له ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې هغه پاسپورټونه باطل کړي، چې افغانانو ته ورکړل شوي دي.

ویل شوي دي چې دغه پاسپورټونه په خیبرپښتونخوا، سند او بلوچستان کې صادر شوي دي. ډیوې رادیو بیا د پاکستان د باندنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې دا وزارت په دې اړه پلټنې کوي. ځینو پاکستاني خبریالانو بیا د پاکستان د حکومتي سرچینو له قوله دا هم ویلي دي، چې د پاکستان حکومت له سراج الدین حقاني سره په همغږۍ د هغه پاسپورت لغوه کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیرانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

اوس پوښتنه داده، چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا دې مهم همغاړي هېواد پاکستان څرنګه داسې شخص ته پاکستانی پاسپورت ورکړی، چې امریکا یې د نیولو له پاره لس میلیونه ډالر انعام ټاکلی و؟

په پاکستان کې پښتون سیاستوال افراسیاب خټک دویچه ویله ته وویل، پاکستان د سراج الدین حقاني او د هغه له کورنۍ سره ډېرې ژورې اړیکې لري او دا نه شي ردېدای، چې هغه ته دې پاسپورټ نه وي ورکړل شوی.

افراسیاب خټک وویل، د حقاني د پاسپورټ مسئله اوس په یوه داسې وخت کې د پاکستاني استخباراتو «په خوښه» رسنیزه شوې ده، چې د پاکستان اوطالبانو اړیکې د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو له امله ترینګلې شوي دي.

هغه وايي: «د پاکستان داسې خیال دی چې، ټي ټي پي هلته دېره دي، چې هلته د حقانیانو نفوذ دی. دوی داسې فکر کوي چې د ټي ټي پي شاته طالبان او خصوصآ حقانیان دي، نو له دې امله دوی له دې لارې فشار راوړي.»

افراسیاب خټک وايي، دا نه شي منل کېدای چې حقاني او نور طالب مشران دې د امریکا او پاکستان له سترګو پنا ګرځېدلې وي.

سیاسي شنونکی اسحق اتمر هم دویچه ویله ته وویل، د پاکستان له لوري حقاني او نورو طالب مشرانو ته د پاسپورټ ورکړه ځکه دومره کلونه وروسته رسنیزه کېږي، چې پاکستان له دې لارې پر طالبانو فشار راوړل غواړي:

«دا کېدای شي، د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، چې نړۍ او طالبانو ته په ګوته کړي چې که تاسې زموږ سره همکاري ونه کړئ، موږ کولی شو داسې نور اسناد هم مطبوعاتي کړو. پاکستان تل داسې اخطارونه ورکړي دي چې که همکاري ونه کړئ، ستاسې پټ رازونه زموږ سره دي چې له مطبوعاتو سره به یې شریک کړو.»

د دوحې په خبرو کې ښکېل افغان خبریال اکمل داوي دوحې ته د حقاني د سفر موضوع ته په اشارې پر خپل ټویټر لیکلي دي چې سراج الدین حقاني ددوحې په مذاکراتوکې مستقیم او فزیکي ګډون نه دی کړی: «سراج الدین حقاني هیڅکله له امریکایي مرکچیانو سره په مذاکراتو کې مستقیم او فزیکي شتون نه درلود، نه په قطر نه کوم بل ځاې کې. که چا سراج په قطر کې لیدلی وای، نو لس میلیونه جایزه به یې اخیستې وای.»

د طالبانو د حکومت ویاند ذبېح الله مجاهد دا خبره رد کړې او د دویچه ویله د خبریال پوښتنو ته یې په لیکلي بڼه همدومره لیکلي: «دا خبره حقیقت نه لري.»

د طالبانو د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر د حقاني شبکې د مشر جلا ل الدین حقاني زوی دی چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د ځينو ځانمرګو او موټربم بریدونو مسئولیت هم دغې شبکې منلی وو.

واک ته د طالبانو له دویم ځل رسېدو وروسته د نورو طالب چارواکو برعکس د حقاني شبکې دغه سخت دریځه مشر سراج الدین حقاني د رسنیو پر وړاندې او لویو غونډو کې نرم غږېږي او تل د واک پر انحصار نیوکې کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د افغانستان د سولې بې برخلیکه وضعیت او د جګړو شدت