1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د افغانستان ماموريت ته نور ۳۰۰ عسکر ورکوي

۱۳۹۰ فروردین ۳, چهارشنبه

دغه ماموريت چي نن به د المان په پارلمان کي خبري ورباندي کيږي د آواکس د اکتشافي الوتکو په برخه کي دی چي، د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ د مياشتي تر ۳۱ نېټې پوري به دوام وکړي. ماموريت ۸،۸ مليونه يورو لګښت لري.

https://p.dw.com/p/RBhX
آواکس اکتشافي الوتکه
آواکس اکتشافي الوتکهانځور: AP

آواکس يو ډول اکتشافي الوتکي دي چي پر خپل وخت د د خطر پر مهال د هوا څخه د قومندې مرکز ته زيګنال ورکوي.

دغه د بوينګ کمپنۍ الوتکي په يو ډول خاص رادار سيستم سمبال دي چي د هوا څخه په ۴۰۰ کيلومترۍ کي يو شی کشفولای سي. ددې الوتکو په اصطلاح برقي سترګه ۳۱۲۰۰۰ متره مربع ساحه تر څارلاندي ساتلای سي.

دغه الوتکي ۱۰۰۰۰ ميتره لوړي الوتني کوي او په يوه ساعت کي ۸۵۰ کيلومتره سرعت لري او دغه راز شاوخوا لس ساعته په خپلو تيلو په فضا کي تيرولای سي.

ناټو ۲۴ دغه ډول اکتشافي الوتکي لري چي ۱۷ يې د المان د ګايلين کيرشين په پوځي ډګر کي او ۷ يې هم د انګليستان په ويډينګ تون پوځي ډګر کي ولاړي دي.

الوتکي د ماموريت پر مهال اکثره وخت د ۱۶ تنو کارپوهانو سره هواته الوزي چي په دغه ډله کي د کمپيوټر او رادار کارپوهان هم وي.

په الوتکه کښي د کارپوهانو ډله
په الوتکه کښي د کارپوهانو ډلهانځور: AP

د آواکس اکتشافي الوتکو په ماموريت کښي اوس د مديترانې ساحه هم راځي.

په افغانستان کي به ددغه الوتکو ماموريت داسي وي، چي هلته د بهرنيو ځواکونو په واک کښي هر وخت معلومات ورکړي، د مځکنيوعملياتو پر مهال د عسکر ملاتړ وکړي، د هغه هيواد هوايي ترافيک ته لارښوونه وکړي.

جرمني وروسته تر هغه د آواکس د اکتشافي الوتکو د افغانستان د ماموريت دپاره ۳۰۰ تنه عسکر په اختيار کي ورکوي چي پر ليبيا باندي يې د بمبار او عسکرو ليږلو څخه ډه ډه وکړه.

د آلمان صدراعظمی انګلا ميرکل چي د پاريس په غونده کي ګډون درلود وويل: «هيڅوک به ونه توانيږي چي د نړيوالي ټولني د عزم او ارادې مخه ونيسي او په هغه کي بيلتون رامنځ ته کړي. موږ په ګډه د ليبيا د ولس ترڅنګ ولاړ يو، موږ په ګډه په دې خبري توافق کړي چي د خپل ولس پر ضد د قذافي د رژيم جګړي ته دي خاتمه ورکړل سي او سمدلاسه دي اوربند وسي.»

آلمان د چين او روسيې په څير د امنيت د شورا پريکړې ته د رايي ورکولو څخه ډه ده وکړه، خو وايي چي د ليبيا پر ضد د تيلو بنديز دی نور هم سخت سي. معني دا چي د ليبيا د تيلو پيسي دي يو معتمد جاري حساب ته واستول سي نه د قذافي رژيم ته. ښايي د ليبيا څخه نور تيل وارد نه سي.

که څه هم آلمان د قدافي د رژيم پر ضد په پوځي عملياتو کي ګډون نه کوي، خو ميرکل وويل چي آلمان چمتو دی پوځي مرستي تياري کړي.

«موږ چمتو يو چي د ناټو پوځي پيټي سپک کړو، په خاصه توګه د آواکس د کشافي الوتکو لپاره پرسنول برابر کړو ، هغه دا چي په دي لاره کي د ناټو سره په افغا نستان کي مرسته وکړو او هلته يي پيټی سپک کړو. سر بيره پر دي موږ چمتو يو چي اجازه ورکړو ترڅو په آلمان کي د امريکايي اډو څخه د پوځي عملياتو لپاره کار واخيستل سي.»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل