المان په افغانستان کي د اکتشافي الوتکو په ماموريت کي برخه نه اخلي
۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبهوستر ويلي وويل: «موږ خپلو شريکانو ته په خپل وخت سره څرګنده کړه چي موږ په اوسني وخت کي په دې ماموريت کي ګډون نه کوو ځکه زموږ د کار ثقل اوس ( د افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليسو) روزنه او بيارغاونه جوړوي.»
ويستر ويله يادونه وکړه چي هغه څو اونۍ د مخه دغه خبره د ناټوعمومي قوماندان، جنرال ديويد پيتريياس ته کله چي «برلين ته راغلی ؤ» کړې ده. هغه وويل: « د آلمان دا تصميم د هغه د شريکانو لپاره کوم ناڅاپي خبر نه دی.»
د خبري رسنيو د رپوټونو له مخه جنرال پيترايياس له آلمان څخه د آواکس کشافي الوتکو لپاره د 100 آلماني پوځيانو او تخنيکرانو غوښتنه کړې ول.
په اوس وخت کي د امريکا متحده ايالات د آواکس الوتکي د افغانستان پر هوايي قلمرو باندي څارنه کوي. واشنګتن په وار وار سره له خپلو متحدينو غوښتنه کړې ده چي په دي عملياتو کي ورسره مرسته وکړي.
يو کال د مخه د ناټو د کشافي الوتکو دغسي ماموريت د ترکمنستان په شمول د نورو هيوادونو له هوايي قلمرو څخه د نه اجازه تر لاسه کولو او د خليج په دولتونو کي د ځای پر ځای کيدو په وړاندي د ستونزو له امله ناکام سو.
د ناټو د آواکس الوتکي د آلمان د نارد-راين ويستفالن د ايالت د ګايلنکيرشن په سيمه کي مستقري دي. د دغو الوتکو يو پر دريمه برخه چلونکي آلمانان دي. په دې وجه په افغانستان کي د ناټو د آواکس کشافي الوتکو ماموريت د آلمان له ملاتړ څخه پرته عملاً نا ممکن دی.
آلمان په اوسني وخت 4600 سرتيري په افغانستان کي لري. د آلمان د پارلمان د پخواني پريکړي له مخه د هغوی شمير بايد هيڅکله له 5000 زيات نه سي. په دې جمله کي يوازي 350 احتياطي پوځيان په پام کي نيول سوي چي د اړتيا په صورت کي د افغانستان پوځي ماموريت ته ګمارل کيږي.
د جنورۍ په پاي کي فدرالي شورا يا بوندستګ د دغه ماموريت د مودې د اوږدولو لپاره تصميم نيسي. خو د سرتيرو په شمير کي بدلون نه راځي.
ويل سوي دي چي فدرالي شورا يوازي په دې صورت کي د ماموريت د اوږدو په پلويي ښايي رايه ورکړي چي په پريکړه کي له افغانستان څخه د 2011 کال په پای کي د سرتيرو د وتلو د پيل خبره قيد سي.
په دي خبره باندي په خاصه توګه د حکومت ستر مخالف ګوند سوسيال ديموکرات ټينګار کوي.
په کابل کي د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير زلمي رسول سره د ليدني کتني څخه وروسته ويسترويله وويل چي هغه ډاډه دي چي د «نوي ماموريت لپاره به په شورا کي اکثريت استازي رايي ورکړي».
هغه وويل چي د آلمان د حکومت کابينه د چهار شنبې په ورځ د نوموړي ماموريت د تمديد په هکله تصميم نيسي او بيا به يې فدرالي شورا ته وړاندي سي چي هغه به د جنورۍ پر 28 خپل پريکړه وکړي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل