1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

بايدن: اسرائيل ښايي په روژه کې خپل عمليات ودروي

۱۴۰۲ اسفند ۸, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، ويلي دي چې اسرائيل به ښايي په روژې مياشت کې د يرغمل شويو د آزادولو د موافقې د برخې په توګه په جګړه کې وقفې ته چمتو شي.

https://p.dw.com/p/4cvy7
په غزه کې د ويجاړۍ
په غزه کې د ويجاړۍ انځور: Mahmoud Issa/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، ويلي دي چې داسې ښکاري چې اسرائيل په غزه تراډه کې په روژې مياشت کې د اوربند د هغه موافقي له مخې چې د ځينو تښتول شویو آزادول په نظر کې لري، د پوځي عملياتو درولو ته چمتو وي.

تر دې وروسته به په غزه ترانګه کې د پاتو يرغمل شويو د آزادولو له پاره مذاکرات جاري وساتل شي. روژه ښايي د مارچ پر لسمه نیټه پېل شي.

بایډن دا څرګندونو د يوه امريکايي نشرياتي ادارې «ان بي سي» سره د مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل: «روژه را روانه ده او اسرائيل يو تړون کړی دی چې دوی به په روژې میاشت کې عمليات ونه وکړي، له دې کبله هم څو موږ د نورو يرغمل شويو د آزادولو له پاره وخت ولرو.»

د امريکا، مصر او قطر مرکچيان د يوه توافق پر رامنځته کولو کار کوي چې تمه کیږي په غزه تراډه کې به د شپږو اونيو له پاره د جګړو د درېدو باعث شي، څو په دې موده کې د حماس وسله واله ډله ځيني تښتول شوي او همدا راز اسرائيل د فلسطيني زندانيانو څخه يو څو کسان آزاد کړي.

حزب الله د اسرائيل تر کنترول لاندې اډه په نخښه کړې

د لبنان وسله والې ډلې حزب الله ويلي دي چې د لبنان په ختيځ کې یې د بريدونو د غچ اخيستو په موخه د اسرائيل تر کنترول لاندې يوې پوځې هوايي اډې باندې څو توغندي توغولي دي.

حزب الله ويلي دي چې د «ميرون د هوايي کنترول پر اډه یې د توغنديو باران کړی دی.»

د اسرائيل پوځ پر دې بريد په سملاسي توګه غبرګون نه دی ښوولی.

د اسرائيل د سرچينو په حواله د دوشنبې په ورځ اسرائيل د بلعبک ښار ته څېرمه د حزب الله هدفونه وويشتل او د دغه ډلې دوه جنګيالي یې ووژل.

د اسرائيل پوځ ويلي ول چې تر هغه وروسته چې حزب الله د اسرائيل يو ډرون راچولی وو، د دغه ډلې دافع هوا سيسټمونه یې په نخښه کړل.

په ځواب کې یې حزب الله د ګولان په لوړو کې د اسرئيل پر يوې اډې ۶۰ توغندي توغولي دي. حزب الله ډله د تيرکال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه د حماس د بريدونو راهيسي په منظم ډول د پولې بلې غاړې ته پر هدفونو فايرونه کوي.

حزب الله په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنه يوه شعيه سياسي او وسله واله ډله ده. دا ډله د امريکا، آلمان او يو شمير سني عربي هېوادونو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي شوې، اروپايي ټولنې یې بيا يوازې پوځي څانګه د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړې ده.

رپوټ: حماس ته د اوربند د موافقې وړاندیز سپارل شوی

د رويترز خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله په غزه کې د اوربند له پاره  يوه پېشنهادي طرحه په پاريس کې د اوربند د روانو خبرو د برخې په توګه د فلسطينيانو وسله والې ډلې حماس ته سپارل شوې ده.

دا وړاندیز په غزې تراده کې يوه څلويښت ورځنۍ وقفه او له اسرائيل د تښتول شويو او فلسطيني زندانيانو تبادله په نظر کې لري.

په روانو خبرو اترو کې ښکیلې یوې سرچېنې د سه شنبې په ورځ رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د وړاندیز له مخې به د يوه اسرائيلي يرغمل شوي په بدل کې لس فلسطيني زندانيان آزاديږي.

سرچينې ويلي دي چې د اوربند د موافقې د برخې په توګه به په غزه کې روغتونونه او نانوای بيرته ورغول او ترميم شي او په مرستندويه توکو بار ۵۰۰ لاريو ته به اجازه ورکړل شي چې محاصره شوې سيمې ته داخلې شي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب