1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په منځني ختیځ کې وضعیت د ۱۹۷۳ کال په پرتله ډېر خطرناک دی»

۱۴۰۲ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

انتوني بلینکن د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډه غونډه کې ټینګار وکړ چې په اردن کې پر امریکايي پوځیانو د ایران د ملاتړو ډلو د برید پر وړاندې د امریکا غچ اخیستونکی ځواب به «څو پړاوه او څو اړخیزه» وي.

https://p.dw.com/p/4bp23
 Pressekonferenz mit US-Außenminister Antony Blinken und NATO-Generalsekretär Jens Stoltenberg
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډه غونډه کې خبرې کولې.انځور: Alex Wong/AFP/Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډه غونډه کې وویل چې په منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت د تېرو لسیزو په پرتله ډېر خطرناک دی.

انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹ مه) په واشنګټن کې په جوړه شوې غونډه کې وویل: «زه دا استدلال کولی شم چې موږ د ۱۹۷۳م کال راهیسې په ټوله سیمه کې د دومره خطرناک وضعیت شاهدان نه وو او تر دې مخکې هم ښایي نه وه.»

د ۱۹۷۳م کال د اکتوبر مياشتي پر شپږمه د سوریې او مصر تر منځ د اسرائیل پر ضد د څو نورو عربي هېوادونو په ملاتړ جګړه پیل شوه، چې د «یوم کیپور» جګړې په نوم یادېږي. په دغه ناڅاپي جګړه کې چې د اکتوبر تر ۲۵ مې نیټې پورې روانه وه، د اسرائيل تر ۲۶۰۰ ډېر پوځیان ووژل شول او تر ۷۰۰۰ ډېر ټپیان شول.

بلینکن د امریکا د ولسمشر جو بایډن څرګندونو ته په اشارې سره چې امریکا غواړي په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخیدو مخه ونیسي خبرداری ورکړ او ويې ويل: «هر هغه څوک چې غواړي په منځني ختیځ کې له کړکېچ او جګړې څخه د لا زیاتې بې ثباتۍ د رامنځته کولو له پاره ګټه واخلي او په دې پلمه زموږ په کارکوونکو برید وکړي، موږ به یې ځواب ووایو، موږ به د خپلې خوښې په ځای او وخت کې سخت ځواب ورکړو.»

هغه زیاته کړه چې د متحده ایالاتو ځواب کیدای شي «څو پړاوه څو سطحي او دوامداره اوسي.»

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ هم وویل چې، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په سوریه او عراق کې د ناټو پر ځواکونو بریدونه د هغو ملیشو له خوا شوي چې دایرانله خوا یې ملاتړ، تجهیز او مالي مرسته کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په دغو دوو هیوادونو کې د ناټو د ځواکونو حضور په غزه کې له پیښو سره هیڅ تړاو نه لري او دغه ځواکونه په عراق او سوریه کې د داعش د بیا نه راڅرګندیدو د یقینی کولو له پاره ګمارل شوی دي، «هغه ټکی چې ایران یې هم باید د یویې ګډې ګټې په توګه په نظر کې وساتي.»

پر اونروا تورونه؛ ګوتیرش د مرستندویه هېوادونو له استازو سره ګوري

له هغه وروسته چې یو شمیر هیوادونو له فلسطیني کډوالو سره د مرستې له پاره د ملګرو ملتونو ادارې (اونروا) سره مرستې بندې کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش به نن سه شنبه د (جنورۍ په دیرشمه) په نیویارک کې د دغو هیوادونو له یو شمیر استازو سره وګوري.

 

USA COP28 | Antonio Guterres
د ملګرو ملتونوعمومي سرمنشيانځور: Andrea Renault/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې، د ګوتریش یوه ویاند وویل، وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د اونروا سازمان په اړه دغه تورونه واوریدل «نوموړی خو مرستندویه هیوادونو ته د هغه پیغام، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې مرستې یې ځنډولې دي، دا دی چې لږترلږه د انوروا فعالیت تضمین کړي، ځکه موږ په ټوله سیمه کې لسکونه زرهکارکوونکي لرو چې همدې مرستو ته کار کوي.»

امریکا، فرانسه، بریتانیا، جاپان او جرمني د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له اونروا سره یې خپلې مالي مرستې ځنډولې دي.