1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایټالیا

ایټالیا د مهاجرو زیاتیدو له کبله بېړنی حالت اعلان کړی

۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

ایټالیا ته په لوړ شمیر کې د مهاجرو د ورتګ دوام دا هیواد بیړني وضعیت اعلانولو ته اړ کړی دی. روان کال په زرګونو مهاجر د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي. دغه هیواد له اروپايي اتحادیې څخه د لازیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Px1b
Italien, Messina | Flüchtlinge verlassen das Rettungsschiff Open Arms Uno
انځور: Petros Karadjias/AP/picture alliance

د ایټالیا حکومت ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې ۳۱ زره پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندر له لارې دغه هیواد ته ورغلي دي. د ایټاليا حکومت د هغه بهیر په دلیل چې په تیرو شپږ میاشتو کي یې شاهد و، فوق العاده وضعیت اعلان کړی دی او له اروپایي اتحادیې څخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده.

د مهاجرو د دوو کښتیو ډوبیدو په پایله کې ۴ تنه مړه او ۲۳ لادرکه دي

دغه هیواد له اروپايي اتحادیې غوښتي دي چې یو ځانګړی استازی دې د پنځه میلیونه یورویي بودیجې سره د پناه غوښتونکو وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره وټاکي. په بیړني وضعیت کې دولت کولی شي چې د نوو مقرراتو او مالي تامین له پاره معمولاً د پارلمان د تائید اوږد بهیر له پامه وغورځوي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د ایټالیا د ملکي خوندیتوب وزیر نلو موسومچي، ویلي دي «روښانه ده چې دغه اقدامات ستونزه نه حلوي او حل لاره یې د اروپا د منطقي او بامسئولیته مداخلې پورې تړلې ده.»

د پناه غوښتونکو د چټک اخراجولو امکان

د ایټاليا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني، د اروپايي اتحادیې له ټولو غړو هیوادونو څخه د پيوستون او مرستو غوښتنه وکړه. په دولتي محافلو کې ویل کیږي چې بیړنی وضعیت د پناه غوښتونکو د چټک یا په بیړه اخراجولو امکان برابروي.

ملوني د لومړۍ وزیرې په توګه د خپل کار تر پیلولو مخکې ژمنه کړې وه چې د مهاجرت معضله به مهاروي.

هغه مهاجر چې په دې موده کې ایټالیا ته رسیدلي یا د سمندري ځواکونو او ایټالیا د ساحلي ګارد او یا هم د خصوصي مرستندویه سازمانونو د کښتیو په وسیله د ډوبیدو له خطر څخه ژغورل شوي دي.

المان په ایټالیا کې د ډوبې شوې کښتۍ ۳۲ ژغورل شوي مهاجر مني

د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې د سمندر له لارې هڅه کوي ځانونه اروپا ته ورسوي، په دې وروستیو کلونو کې لوړ شوی او تر اوسه پورې په سلګونو کسان په سمندر کې ډوب او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز